د سلاموطندار موندنې؛ د افغان ښځو پروړاندې تاوتریخوالی په ډېرېدو دی
سلاموطندار په هېواد کې د افغان ښځو د وژلو او د هغوی له لوري د ځانوژنې پېښو شمېرې را ټولې کړي چې له مخې یې، له وروستي بدلون وروسته د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. سلاموطندار دا ځل په وروستیو شپږو میاشتو کې د ښځو د وژلو او ځانوژنې ۷۴ پېښې ارزولې دي. دا شمېرې ښيي چې هره میاشت په منځنۍ کچه له ۱۲ زیاتې ښځې وژل شوي یا یې هم ځانوژنه کړې ده.