Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې درېوو نجونو یو پلورنځی جوړ او پنځلس نورو ته یې کار پیدا کړی

نمایش_گاه-کابل-5

یوشمېر ښځې د کابل په «داوودزي» سوداګریز مرکز کې را ټولې شوي، څو د خپل درې‌میاشتني زیار نندارې ته کېږدي او یوشمېر نورو ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

درېوو نجونو نن (د چنګاښ ۳۱مه، د شنبې ورځ) «د حریر برنډ» جامې چې ۲۰۰ زره افغانۍ یې لګښت یې پرې کړی، په خپل شخصي لګښت پرانېستی دی. په دغه پلورنځي کې ۱۵ نورو نجونو او ښځو ته چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، د کار اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دغه پلورنځي یوه مسووله فرحناز فریبرز وايي، له درې میاشتنیو هڅو وروسته توانېدلي چې دغه پلورنځی جوړ کړي. د فرحناز په وینا، نجونې او ښځې نه یوازې د پلور، بلکې د خامک ګنډلو او د جامو د ډیزاین او ګنډلو برخه کې هم ورسره کار کوي.

هغه زیاتوي: «له درېوو میاشتو راهیسې پر بېلابېلو طرحو کار کوو. زموږ تر څنګ، ۱۵ نورو ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي. موږ غواړو چې کارونه مو ولایتونو ته هم وغځوو. زموږ موخه دا وه، هغوی چې له زده‌کړو، ښوونځي او پوهنتون څخه پاتې دي، د کار اسانتیاوې ورته برابرې کړو.»

د دغه پلورنځي یوه بله جوړوونکې عالیه حریر وايي، هڅه کوي چې د ښځو وړتیاوې نندارې ته کېږدي. هغه زیاتوي: «باید زموږ ملاتړ وکړي، څو ډېرو کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړو؛ ځکه موږ ښځې یوو او ښځو ته کار کوو.»

د کابل یوه اوسېدونکې مهریه چې پوهنتون ته له تګ څخه بې‌برخې شوې او ټاکل شوې د دغه پلورنځي د پلور برخه کې کار وکړي وايي، هیله لري چې په دغه ځای کې په کار کولو سره ورته د پرمختګ اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړې زیاتوي: «کار کوو چې په ګډه بریالۍ شوو او نه یوازې کابل، بلکې ټول افغانستان ته یې ولېږو. موږ یې خپله تولیدوو او ښځو ته کار کوو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، هڅه کوي چې د افغان ښځو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي. هغه وايي: «موږ د ښځو سل سلنه ملاتړ کړی. په کورنیو نندارتونونو کې مو یې نندارې ته د حاصلاتو اېښودلو اسانتیاوې برابرې کړي چې لپاره یې بازارموندنه وکړي.»

افغان نجونو او ښځو واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې کوچنۍ تولیدي کارخونې او هوټلونه جوړ کړي او نه یوازې ځانونو، بلکې ګڼ‌شمېر نورو نجونو او ښځو ته یې د کار اسانتیاوې برابرې کړي چې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام