Asset 1SWN

کابل کې یوه خیریه بنسټ زده‌کړو ته د نجونو هڅولو په موخه کتابتون جوړ کړی

جمیله (1)

هېواد کې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې له ستونزو سره سره د کابل لوېدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز مسوولانو د یوه خیریه بنسټ په همکاري کې دغه مرکز کې زده‌کړو ته د نجونو د هڅولو په موخه یو کتابتون جوړ کړی دی.

د تېر کال د تلې میاشتې په اتمه نېټه پر کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید په پایله کې لسګونه کسان ووژل شول او یو‌شمېر نور ټپیان شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاج ښوونیز مرکز مسوولان وايي چې دغه کتابتون یې په دې موخه جوړ کړی چې زده‌کوونکي بېرته زده‌کړو ته لېوالتیا او انګېزه پیدا کړي.

د کاج د ښوونیز مرکز مسوول ظاهرعلي‌زاده سلام‌وطندار ته وویل، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل‌کېدو او امنیتي اندېښنو د نجونو پر روحیې ناوړه اغېز کړی دی.

هغه وویل: «له بده‌مرغه هغه خونړۍ پېښه چې زموږ مرکز کې وشوه، له ۵۶ زده‌کوونکو ډېر کسان په‌کې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، خو موږ په دې لټه کې شو چې د یادو قربانیانو د ارمانو پوره کولو لپاره دغه کتابتون جوړ کړو.»

جميله چې د یاد کتابتون د پرانېستلو پروګرام له ګډونوالو څخه ده، وايي، پلار يې د کاج ښوونيز مرکز کې امنيتي ساتونکى و چې تېر کال پر دغه مرکز برید کې ووژل شو.

هغه زیاتوي چې د خپل موخو او هغو هیلو لپاره چې پلار یې هغې ته درلودې، ډېر زیار باسي. جمیله چې د نهم ټولګي زده‌کوونکې ده او د ا،ا د محدویتونو له امله ښوونځي ته له تګ منع شوې، د زد‌ه‌کوونکو لپاره د داسې فضا برابرول ګټور بولي.

هغې وویل: «هیله مې لرله چې ښوونځي بشپړ کړم او وروسته د کانکور ازموینه ورکړم او پوهنتون ته لاره پیدا کړم او راتلونکې کې ډاکټره شم، خو له بده مرغه چې اوس امکان نه‌لري.»

يوشمېر نجونې چې د دغه کتابتون د پرانيستې پروګرام کې يې برخه اخيستې وايي، د زده‌کړو په برخه کې يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

سکينه الهامي يوه له دغو نجونو څخه ده او وایي، درې کاله وړاندې کله چې د کابل په لوېديځ کې د سيد‌الشهداء لېسې زده‌کوونکې وه، د دوی په لېسې ځانمرګی بريد وشو.

نوموړې چې اوس د پوهنتون د لومړي کال محصله ده، له ا.ا څخه غواړي چې د نجونو د زده‌کړو په اړه خپله تګ‌لاره بدله کړي.

هغې وویل: «له اوسني حکومته مې غوښتنه دا ده چې نجونې زده‌کړو ته پرېږدي، څو ښوونځي، ښوونیز مرکز او پوهنتون ته لاړې شي او خپل پوهنتون بشپړ کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې نږدې دوه کاله کېږي، د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي او له پنځو میاشتو زیات وخت کېږي چې پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی؛ خو تراوسه اسلامي امارت د تعلیمي مراکزو د بېرته پرانیستلو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام