حمیده چې ۱۹ کاله عمر لري، پر کاج ښوونیز مرکز د تېرې جمعې ورځې له بریده ژوندۍ راوتلې ده. هغه د ترور له لور راحیلې او کوچني ورور سره د کانکور ازمایښتي ازموینه کې د ګډون په موخه دغه مرکز ته ورغلي وو.

حمیده چې پر سر او ښي لاس ژور ټپونه لري او اوس له روغتونه راوتلې، وايي چې له چاودنې وروسته یې په ټپي ځان د خپلې ترور لور راحیلې ژغورلو هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پر کاج ښوونیز مرکز د برید د قربانیانو کورنۍ له اسلامي امارت څخه ګیله لري چې د دوی پوښتنه یې نه‌ده کړې. دوی وايي، په یاد برید کې داسې کسانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې چې کورنیو یې د کفن ورکولو وسه هم نه لرله.

د حمیدې ورور احسان‌علي بیا شکایت کوي چې د پېښې له ورځې راهیسې ورسره د مرستې ډېرې اړیکې ټینګې شوي، خو په خبره یې، تراوسه هېچا ورسره مرسته نه ده کړې.

هغه وايي، که څه هم خور یې له یاد برید نه روغه وتلې، خو راحېله چې د ترور لور یې ده او له غزني کابل ته د زده‌کړو لپاره راغلې وه، وژل شوې ده. د نوموړي په وینا، راحېله د دوی کره اوسېده او د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې هم سخت خراب دی چې باید مرسته ورسره وشي.

عوض‌علي چې د وژل شوې ۱۹کلنې نجیبې پلار دی وايي، سره له دې چې اقتصادي وضعیت یې جوړ نه دی، خو په وینا یې، تراوسه یې هېچا لاسنیوي نه دی کړی. د نجیبې مشره خور ادیبه بیا د کورنۍ غړیو له رواني ستونزو سر ټکوي او وايي، یاد برید پر رواني ناروغي اخته کړي دي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې یو لوړپوړی پلاوی یې د یکشنبې په ورځ سیمې ته ورلېږلی و چې د خواخوږۍ ترڅنګ یې، د قربانیانو له کورنیو سره نغدي مرستې هم کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا له قربانیانو سره د مرستو د وېش کمېټې یوه غړي قیومي سلام‌وطندار ته ویلي چې ډېر ژر به پر قربانیانو د مرستو د وېش لړۍ پیل شي.

یوه ځانمرګي بریدګر د تېرې جمعې په ورځ سهار شاوخوا اووه بجې هغه مهال پر کاج ښوونیز مرکز برید وکړ چې هلته سلګونه زده‌کوونکو د کانکور ازمایښتي ازموینه ورکوله. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما پرون پر ټویټر ولیکل چې یاد برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام