کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید وروسته نن یو ځل بیا د پلازمېنې اوسېدونکي د یوې چاودنې شاهدان وو.
د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې پېښه د دویمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې، خو په وینا یې چې تلفات نهلري.
د تېرې جمعې پر ورځ هم کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د یوه ځانمرګي برید پرمهال ګڼشمېر زدهکوونکو ته مرګژوبله واوښته چې د راپورونو له مخې، ډېرې یې نجونې زدهکوونکې وې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما پرون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل په لوېدیځ دشتبرچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ ټپیان دي.
په همدې حال کې د رسنیو د راپورونو پربنسټ، د وروستیو میاشتو پرمهال د هېواد په بدخشان، تخار، بلخ، هرات، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له امله ۹۰ کسان وژل شوي او ۲۲۱ کسان ټپیان دي.
دا په هېواد کې د شویو بریدونو د مرګژوبلې ټولیزې او کره شمېر نه دي، بلکې دا یوازې هغه شمېرې دي چې د سلاموطندار او نورو رسنیو له لوري خپرې شوې دي.
په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکي هېواد کې له امنیتي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې امنیتي ارګانونه د ورته بریدونو په شنډولو کې پاتې راغلې دي.
پوځي کارپوه صادق شنواري سلاموطندار ته وویل، وروستیو بریدونو وښوده چې امنیتي ارګانونه استخباراتي او کشفي برخه کې کمزوري دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسمالله حبیب وايي چې امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت ټينګښت برخه کې هڅې کوي او هغه کړۍ چې د امنیت د خرابولو په لټه کې دي، دوی به جدي چلن ورسره وکړي.
دا په داسې مهال ده چې د بښنې نړیوال سازمان د یوناما د راپورونو پربنسټ، ویلي چې د ۲۰۱۲کال د اګسټ له ۱۵مې د ۲۲۰۲ کال تر جون میاشتې پورې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی، هېواد کې ۲۱۰۶ امنیتي پېښې شوي چې ۷۰۰ کسان پهکې وژل شوي او ۱۴۰۶ کسان بیا پهکې ټپیان شوي دي.