Asset 1SWN

سرپل کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته لومړنۍ کلتوري‌-‌ادبي مشاعره جوړه شوه

مشاعرهه-qcji41vkwcco0ay2sl2zl1qwnfo35jrhz8zgi83j48 (1)

سرپل کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته لومړنۍ کلتوري‌-‌ادبي مشاعره جوړه شوه. دا مشاعره پرون (د وږي ۲۵مه، د شنبې ورځ) د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یوشمېر شاعرانو، لیکوالانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې ده.

د دې مشاعرې ګډونوالو شاعرانو او لیکوالانو د خپلو شعرونو او مقالو د لوستلو تر څنګ، د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولانو وغوښتل چې کتابونه او علمي مقالې یې چاپ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان د شاعرانو او لیکوالانو ټولنې رییس علي‌شېر انتظار د ځوانانو په منځ کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودېدو لپاره د دا ډول مشاعرو جوړېدل مهم بولي او زیاتوي: «له بده مرغه ناوړه اقتصادي وضعیت لامل شوی چې شاعران او لیکوالان خپل کتابونه چاپ نه‌شي کړای.»

د جوزجان او سرپل شاعران او لیکوالان له اسلامي امارت او نورو بنسټونو غواړي چې د خپلو مهارتونو لوړېدو او نورو ځوانانو ته د انګېزې ورکولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د سرپل یو شاعر صفي‌الله ندیم وايي: «موږ له اسلامي امارت او بنسټونو غواړو چې دا ډول پروګرامونه نور هم جوړ کړي او له شاعرانو او لیکوالانو سره همکاري وکړي.»‎

په همدې حال کې د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس فخرالدین عمیر سرپلي وايي چې د دغه ولایت د شاعرانو او لیکوالانو ستونزې یې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکې کړې دي. نوموړی زیاتوي: «موږ خوښ یوو چې ټول تر یوه چتر لاندې را ټول شوي یوو. موږ د شاعرانو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو، څو کتابونه او مقالې یې چاپ کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف‌الدین معتصم وايي چې یاده مشاعره د یووالي او یو بل منلو تر څنګ، د ځوانانو د ويښتیا پیغام هم رسوي، څو له شته فرصتونو نه د خپلو مهارتونو لوړولو لپاره ګټه واخلي. هغه زیاتوي: «دغه پروګرام یووالی او خواخوږي لري چې د ولایتونو ترمنځ واټن یې کم کړی، څو شاعران او لیکوالان د ارام لپاره راشي او په پروګرام کې ګډون وکړي. دا ټول د امنیت او سولې ګټه ده.»

د سرپل او جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسوولان دغه راز وایي چې په نږدې راتلونکې کې به نورې کلتوري‌-‌ادبي غونډې هم جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام