Asset 1SWN

کندهار کې د انار‌ګل کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه

7

کندهار کې د انارګل کلنۍ دودیزه مشاعره چې هر کال د انار ګل غوړېدو سره جوړېږي، دا ځل په ځنډ دغه ولایت کې جوړه شوه.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولانو د یادې دودیزې مشاعرې د جوړېدو موخه فرهنګي فعالیتونو ته وده ورکول په ګوته کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د انارګل مشاعره چې بېګاه شپه د غبرګولي یوولسمه دغه ولایت کې جوړه شوې وه، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو شاعرانو، لیکوالو او فرهنګ‌پالو په‌کې ګډون کړی وو.

د مشاعرې ګډونوالو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د هېواد ابادۍ، ازادۍ او د انارګل یادونه وکړه او د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ یې د ورته نورو مشاعرو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

يوه شاعر نعت‌الله وویل: «دلته ادیبان او په سویه شاعران رابلل شوي، نورو کلونو ته په کتو ډېر شاعران راغلي، ډېر ښه د امن په فضا کي مشاعره جوړه شوې وه.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مشاعرې چې د شپې تر ناوخته دوام وکړ، د شاعرانو او مسوولانو له شعرونو او څرګندونو سربېره، د مشاعرې پای‌ کې د نورو کلونو په څېر تمثیلي ټوټه هم وړاندې شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام