د میدان وردګ د مڼې گُل ۲۰ مه مشاعره د دغه ولایت د جلریز ولسوالي د سنګلاخ په تفریحي سیمه کې د لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون  جوړه شوه.

په دې مشاره کې چې پرون شپه  جوړه شوه، د میدان‌وردګ د محلي مسوولانو سربېره، له بېلابېلو ولایتونو څخه فرهنګیانو او شاعرانو برخه اخیستې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې مشاعره کې شاعرانو د میدان وردګ د مڼې ګل، تاریخي، سیاسي او فرهنګي مخینې او د دغه ولایت د نامتو شخصیتونو په اړه شعرونه او غزلونه ولوستل او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې او ثبات هیله څرګنده کړه.

د میدان‌‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې سږ کال د مڼې گُل مشاعر د امن په فضا او د بېلابېلو ولایتونو د شاعرانو په حضور کې ترسره شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه مشاعره هر کال د مڼې گُل په پیدا کېدو سره په دغه ولایت کې لمانځل کېږي چې د میدان‌وردګ سربېره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاعران او لیکوالان پکې ګډون کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام