د میدان وردګ ولایت سلګونو اوسېدونکو نن د اعتراض په توګه د کابل-کندهار لویه لاره وتړله. دغه لاریونوال وايي، که څه هم د دغه ولایت نوم «میدان وردګ» دی، خو د دغه ولایت یوشمېر ادارې یې په دولتي اسنادو کې نه لیکي چې له کبله یې خلکو ته سرخوږی جوړ شوی دی.
لاریونوال خبرداری ورکوي، تر هغه چې د برښنايي پېژندپاڼو ترڅنګ، په ټولو دولتي اسنادو کې د ولایت بشپړ نوم «میدان وردګ» ونه لیکل شي، د کابل-کندهار لویه لاره به تړلې وساتي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
يوه لاریونوال محمدکريم سلاموطندار ته وویل، سره له دې چې د حکومت مرکزي ادارې او د میدان وردګ ولایتي چارواکو د دغې ستونزې د حل ژمنه ورسره کړې وه، خو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره لا هم پر ځای پاتې ده.
- جګړې په میدان وردګ کې ۱۲۰۰ کورنۍ بېځایه کړي
- میدان وردګ کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي
- میدان وردګ کې يوه پوليس خپل ۴ ملګري وژلي
د نوموړي په وینا، له شپږو میاشتو راهیسې یې د میدان وردګ د احصایې او معلوماتو ریاست مخې ته پرلت کړی او دروازه یې تړلې، خو که حکومت ژرترژره د پېژندپاڼو په ګډون، په ټولو دولتي اسنادو کې د دغه ولایت بشپړ نوم «میدان وردګ» ونه لیکي، نه یوازې د کابل-کندهار او کابل-بامیان لویې لارې به تړلې وساتي، بلکې په پلازمېنې کابل کې به هم مدني اعتراضونه وکړي.
په همدې حال کې د میدان وردګ د ولایتي شورا غړی شریفالله هوتک وايي، د لاریونوالو اعتراض پر ځای دی او خپله ولسمشر محمداشرف غني هم څه موده مخکې د میدان وردګ له اوسېدونکو سره ژمنه کړې وه چې د دغه ولایت د نوم ستونزه به په بنسټیزه توګه حلوي، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ګام نه دی اخیستل شوی.
هوتک هم ټینګار کوي، تر هغه چې حکومت د خلکو غوښتنې نه وي منلې او حق یې نه وي ورته سپارلی، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ميدان وردګ د محلي چارواکو نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د یادونې ده چې ولسمشر محمداشرف غني هم تېره میاشت په یوه غونډه کې وویل چې د یاد ولایت تاریخي نوم «میدان وردګ» دی او اوسېدونکو ته یې پهکار ده چې خپلمنځی یووالی وساتي او د ولایت د بیارغونې او پرمختګ لپاره کار وکړي، خو دا لانجه لا هم په رسمي ډول نه ده حل شوې.