د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هوايي ځواک د ۷۷۷ لوا اړوند یوه مې-۱۷ ډوله چورلکه بېګاه د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالي کې لوېدلې ده.
د دغه وزارت په وینا، په دې پېښه کې ۵ امنیتي ځواکونه او د پيلوټ په ګډون د دې چورلکې ۴ خدمتي کارکوونکي وژل شوي دي.
تر اوسه د دې چورلکې د لوېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو د ملي دفاع وزارت په وینا چې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.