د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح‌الله مجاهد وايي، د مالي ستونزو له امله تړل شویو او سقوط سره مخ رسنيو ته د بهرنيو مرستو د راجلبولو په هڅه کې دي.

مجاهد هلمند کې د یوې غونډې پرمهال ډاډ ورکړ، هغه رسنۍ چې د مالي او اقتصادي ستونزو په دلیل یې فعالیتونه بند شوي، د بیا پیل په برخه کې یې همکاري کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړه چې نړیوالو ورسره د اقتصادي ستونزو په دلیل د سقوط شویو رسنیو د بیا فعالیت او تمویل په ‌پار یو لړ ژمنې هم کړي دي.

نوموړي په دې اړه چې له کوم هېواد څخه د افغان تړل شویو او یا هم له تړل کېدو سره مخ رسنیو د مالي ستونزو د هواري لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې، معلومات نه دي ورکړي.

سربېره پر دې هغه هیله څرګنده کړه چې راتلونکی کال به د ابادۍ او د کارونو د پیل کال وي چې په دې سره به ګڼو خصوصي رسنیو ته د پراخو سوداګریزو اعلاناتو زمینه هم برابره شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره له دې چې د هلمند په محلي رسنیو کې د شته ستونزو او ورسېدلو شکایتونو پخلی کوي، خو ډاډ یې ورکړ چې تر پلټونو وروسته به د هلمند د محلي رسنیو په تړاو شته ستونزو او شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې په هېواد کې ګن‌شمېر چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو فعالیت کاوه چې ډېری کسان په کې پر دندو بوخت وو.

له هغه وخت راهیسې چې مخکینی حکومت وپرځېد، د نورو ادارو او کارونو ترڅنګ رسنۍ هم له سقوط سره مخ شوې او هغه چې فعالیت کوي، له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوس چې اسلامي امارت د خصوصي رسنیو د بیافعالیت لپاره له نړیوالو مرستې راټولوي، وبه کتل شي چې د دوی دغه ژمنه تر کومه بریده خصوصي رسنۍ بېرته په پښو درولی شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام