په پکتيا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان غواړي چې  د تېرو درېوو کلونو د پاکوالي، د ښاروالي د سړکونو حق‌العبور او جوازونو پيسې را ټولې کړي. دوی وايي، په تېرو درېوو کلونو کې د عوايدو ټولولو ته پام نه‌ دی شوی او اوس غواړي چې له هټۍ‌والو، د غرفو، هوټلونو او مارکېټونو له مالکانو څخه عوايد را ټول کړي.

د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريف‌الله الهام سلام‌وطندار ته وويل، ټولو هټۍ‌والو او د مارکېټونو مالکانو ته يې خبر ورکړی چې د ښاروالۍ پاتې عوايد ورکړي. هغه وايي، که ټول عوايد په بشپړه توګه راټول شي، تر ۱۰۰ ميليونه افغانيو پورې رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د معلوماتو له مخې، په ګردېز ښار کې يوازې پنځه زره هټۍوالو ته رسمي جوازونه ورکړل شوي، خو لا هم داسې هټۍ شته چې تراوسه جواز نه لري.

د ګرېز ښار یوشمېر هټۍ‌وال د عوايدو ټولولو لپاره د منظم سېسټم جوړولو او تخفیف غوښتنه کوي. دوه هټۍوال شېرمحمد او خيال محمد وايي، له یوې د کورونا څو څپو یې پر کاروبار سیوری غوړلی و او بله‌خوا هېواد کې د وروستیو بدلونونو له کبله کارونه په ټپه ولاړ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی غوښتنه کوي چې ښاروالي دې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي؛ ځکه کاروبار یې نشته.

د ګردېز ښار ترڅنګ، د څمکنیو، زرمت، سيدکرم او احمداباد ولسوالیو ښاروالیو هم عوايد نه‌دي را ټول کړي او ښارونه یې نامنظم او هماغسې چټل پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام