په پکتیا ولایت کې د کارخونو لپاره د ځانګړو شویو ځمکو نشتوالي او په دغه ولایت کې روان ناسم امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې په دغه ولایت کې د کارخونو فعالیت تر ۴۰ سلنې راټيټ شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، د کارخونو د ځمکې نشتوالي یو‌شمېر پانګوال اړ کړي چې خپلې شتمنۍ له پکتیا څخه د هېواد نورو سیمو او حتا له افغانستان څخه د باندې ولېږدوي.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوول نصيرعلميار وايي، د ځمکې کموالي له امله په دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر کارخونې د معیارونو او اصولو خلاف د هستوګنې په سيمو کې جوړې شوي چې نيمايي یې بېرته تړل شوي. نوموړی وایي، د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۸۰کارخونو له ډلې اوس یوازې ۴۵ فعاله او پاتې نورې ۳۵ یې تړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کارخونو د فعالیت لپاره د ځمکو نه ځانګړي کول او تخنيکي ستونزو ترڅنګ، ترینګلی سياسي وضعیت هم د کارخونو د تړل کېدو سبب شوي دي.

په ورته وخت کې په پکتیا کې یو‌شمېر سوداګر وايي، که څه هم دغه ولايت کې د صنعتي پارک لپاره زر جريبه ځمکه ځانګړې شوې، خو پر ځمکه د خلکو د جنجال له امله یې کار نه ‌دی بشپړه شوی.

ګردېز ښار کې سوداګر حاجي رحيم سلام‌وطندار ته وایي، د صنعتي پارک په نشتوالي کې سوداګر اړ شوي چې بهرنيو هېوادونو او یا هم نورو ولايتونو کې خپله پانګه ولګوي.

هغه وایي: «په نوم باندې صنعتي پارک شته، خو نور څه نه شته، صنعتي پارک دومره مهم دی، دلته چې جوس جوړېدی، کریټ کېدلی، په ښه بیه به په کورني بازارونو کې پلورل کېده، خو په ډېر خپګان دا زمينه نه ده برابره، که چيرې دا په نظر کې ونيول شي، صنعتي پارک همداسې پاتې دی.»



په همدې حال کې د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي، سوداګرو ته د صنعتي پارک برابرولو په برخه کې په جديت سره کار کوي.  د والي په وینا، ټولو سوداګرو ته چې غواړي دغه ولایت کې پانګونه وکړي، د برېښنا، ځمکې ورکړه او نورې اړينې اسانتياوې به ورته چمتو کوي. هغه ټولو پانګوالو ته ژمنه ورکړه، هغه اسانتیاوې چې د یوه صنعت او کارخونې لپاره اړینې وي، لکه برېښنا، ځمکه، امنیت او داسې نور امکانات به ورته برابره وي او بشپړه همکاري به ورسره کوي.

د سوداګرو په وینا، د پکتیا ګردېز ښار کې د صنعتي پارک په جوړيدو سره به دوی ته زياتې اسانتياوې برابرې او بهر ته به د شتمنۍ له لېږد څخه مخنیوی وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام