Asset 1SWN

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازې له یوولس ورځو تړل کېدو وروسته پرانېستل شوې

سسسس

پاکستاني ځواکونو د تېرې میاشتې په ۲۳مه نېټه د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړله ځکه وتړله چې د افغان باروړونکو موټرو چلوونکو پاسپورټونه او د دغه هېواد ویزې نه لرلې. د ا.ا سرپرست حکومت هم ورته پرېکړه وکړه او د پاکستان د باروړونکو موټرو پر چلوونکو يې د پاسپورټ او ویزې شرط کېښود.

تر دې وروسته دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې دروازې د ټرانزیټ پر مخ وتړلې او یوولس ورځې هماغسې تړلې پاتې وې، خو نن سه‌شنبه یادې دروازې بېرته د باروړونکو موټرو پر مخ پرانېستل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یاده ستونزه هواره شوې او له دې لارې د ټرانزیټ او تګ‌راتګ چارې بېرته عادي شوې دي.

اخوندزاده د دې هوکړې په اړه جزیات نه ورکوي، خو د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې لارې د ټاکلې مودې لپاره په دې شرط پرانېستل شوې چې موټرچلوونکي پاسپورټونه او ویزې ترلاسه او دې برخه کې شته ستونزې پای ته ورسېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمي عظیمي وايي: «دوه میاشتې او اووه ورځې یې اجازه ورکړې چې موټرچلوونکي او ورسره مل دوه کسان تر دوو میاشتو پورې د پاسپورټ او ویزې ستونزه حل کړي. موږ اوس د صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزه نه لرو.»

که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه او یوشمېر نورې دروازې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې، خو یادې دروازې، په تېره د تورخم دروازه څو ځلې پرانېستل شوې او تړل شوې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي په تورخم کې د پاکستان له‌خوا د ستونزو جوړېدل د دواړو هېوادونو د اقتصاد په زیان بولي او وايي، سرپرست حکومت یې باید په بنسټیزه توګه حل کړي.

دغه کارپوهان وړاندیز کوي چې د افغاني توکو د صادراتو لپاره د پاکستان پر بدیلې لارې زیات تمرکز وکړي. د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا او لعل ځاځی وايي:

«موږ باید نویو بازارونو ته لاسرسی ومومو. دا کولای شي له پاکستان څخه جوړېدونکي فشارونه کم کړي. له شک پرته پاکستان په اوږدمهال کې له منځنۍ اسیا سره سوداګرۍ ته اړ دی؛ نو دواړه لوري باید د دې ستونزې د حل لپاره بنسټیزه حل‌لاره ولټول شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«له پاکستان سره په جوړو شویو دروازو کې د ستونزو جوړېدل پاکستاني سوداګرو ته هم زیان اړوي، خو افغانان ډېر زیانمن کېږي؛ نو د چابهار په څېر لارې د پاکستان بدیلې لارې کېدای شي.»

د يادونې ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر فرضي کرښې د شته ستونزو له کبله پاکستان ته د افغان صادراتو کچه د ۲۰۲۲ کال په پرتله کمه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام