پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د تلې ۱۸مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سوات په چارباغ سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو پر موټر وسله‌وال برید شوی چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او یو زده‌کوونکی ټپي دی.

د چارباغ سیمې یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي، وسله‌وال کس د زده‌کوونکو پر سوزکۍ موټر هغه مهال برید کړی چې دوی د ښوونځي پر لور روان و. ټپي شوی زده‌کوونکی یوولس کلن ماشوم ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې دوه ورځې وړاندې په همدغه سیمه کې پولیسو له ټي‌ټي‌پي‌ سره د غړیتوب په تور یو پلار او زوی وژلي وو، خو د وژل شویو کسانو کورنۍ وايي چې دوی له ټي‌ټي‌پي‌ سره هېڅ اړیکه نه‌لرله.

ګڼ‌شمېر کسانو پرون په سوات کې د دغو دوو کسانو جسدونه سره لاریون هم وکړ او د عدالت غوښتنه یې کوله.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د پاکستان یو‌شمېر سیمو کې د وسله‌والو ډلو په ځانګړې توګه د ټي‌ټي‌پي‌ فعالیتونه زیات شوي دي.

څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت هم په یو‌شمېر سیمو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی و او له ټولو امنیتي ادارو یې غوښتي وو چې خپلو چارو کې وېښ واوسي.

په همدې حال کې پرون یکشنبه د تلې ۱۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې د پاکستان یو‌شمېر سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دغه وزارت خپلو وګړو ته په سفري لارښوود کې ویلي چې د پاکستان بلوچستان، خېبرپښتونخوا او د پنجاب ځینو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام