د اروايي روغتیا نړیواله ورځ؛ هرو دوو افغانانو کې یو یې له سختو اروايي ستونزو کړېږي
افغانان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له جګړو او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي. که دغه وضعیت له یوې خوا خلکو ته بېساري سیاسي او اقتصادي زیانونه اړولي، بلهخوا یې له روحي او اروايي اړخه هم سخت ځپلي دي. د روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمدحسن غیاثي وايي چې د هرو دوو افغانانو له ډلې یو یې له سختو اروايي ستونزو کړېږي.