د روزګان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، د دغه ولایت د فوټبال غوره لیګ یې پیل کړی چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

د روزګان د فوټبال فدراسيون رییس ميرزامحمد اميرزی وايي سيالۍ يې د افغانستان د فوټبال فدراسيون په مرسته پیل کړي چې نهه لوبډلې په‌کې ګډون لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د يادو سياليو څخه يې د زون لوبو لپاره د غوره لوبډلې موندل دي.

نوموړي وویل:«دا د روزګان دویم فوټبال ليګ دی چې ۳۶ لوبې په‌کې کېږي او دوه مياشتې به دوام وکړي. اتله لوبډله به د زون په کچه د ۲۰۲۳ کال په سياليو کې ګډون وکړي. د دغه پیل شویو سياليو څخه مو هدف هم دغه دی چې زموږ  اتله لوبډله غوره کړو، څو بیا د زون اتلولي خپله کړي.»

په ورته مهال هغه لوبغاړي چې په يادو سياليو کې یې ګډون کړی وايي، خوښ دي چې په دغه لیګ کې لوبېږي او په وینا یې، ډېر څه به ترې زده‌کړي. خو  روزګان د فوټبال لوبغاړي بیا د معیاري لوبغالي نشتون له امله شکایت کوي او وايي چې روزونکي هم نه‌لري.

د فوټبال لوبغاړي ذبېح‌الله وویل: «موږ خوښ یو چې دغه لیګ کې لوبېږو. دوه لویې ستونزې لرو، يو دا چې لوبغالي کې اوبه نشته او دویم، موږ روزنکی نه‌لرو، باید دغه دوه ستونزې مو راته حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

روزګان کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ داسې مهال پیلېږي چې له دې وړاندې دغه ولایت کې د کرېکټ لوبې انټرکلب سیالي هم پیل شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام