د روزګان ولایت په دهراوود ولسوالي کې یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولسوالي په «کمکوچ» سیمه کې د خپل‌منځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

سرچينه همداراز وايي چې د یادې پېښې ټپیان د دهراوود ولسوالي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د روزګان ولایت د امنیې قومنداني مسووولان بیا یاده پېښه کې د څلور کسانو د ټپي‌ کېدو خبر ورکوي.

د روزګان د امنيې قومنداني وياند  اغاولي قريشي سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون د دغه ولايت د دهراوود ولسوالي په ګمرګيانو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ خپل‌منځي شخړه په تاوتريخوالي اوښتې او يو پر بل يې د چړو ګوزارونه کړي دي.

په همدې حال کې د روزګان محلي مسوولان زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې درې کسان نیولي او پوښتنې ګروېګنې ترې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خپل‌منځي شخړو او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې له امله یې یو‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام