Asset 1SWN

بلوچستان کې ځانمرګی برید؛ نهه پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

IMAGE_1669806868

د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړوند سیمه کې د پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید له کبله نهه پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

برید نن دوشنبه د کب ۱۵مه د بلوچستان ایالت د کچي ولسوالي کنبري پُل سره نږدې شوی دی. په ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي، برید هغه مهال شوی چې یاد سرتیري د کوټې ښار پر لور روان وو.

تراوسه د برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې دغه ایالت کې د ډېری شویو بریدونو مسوولیت بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو او ټي‌ټي‌پي‌ منلی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو دوو میاشتو پر مهال بلوچستان کې د بېلابېلو بریدونو پر مهال ۷۹ کسان وژل شوي چې ۵۹ یې نظامیان دي.

د خپورو شویو راپورونو پر بنسټ، په یادو بریدونو کې نږدې ۲۰ ملکیان هم وژل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو ترڅنګ دغه ولایت کې د پوځیانو او نظامي کسانو پر وړاندې د پاکستاني طا لبانو او نورو وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام