په وارخطایۍ لنډې، لنډې خبرې کوي. هرې جملې سره یې ژبه نښلي. د مهاجرت لفظ اورېدو سره داسې راټولېږي چې فکر کوې یو لوی ډار پسې اخستی. هغه ته اوس ستونزمنه ده چې د خپل سفر ترخې کیسې هېرې کړي.

کونړی ځوان قیاس قاضي‌خېل په ناقانونه لارو د ښه ژوند په لټه همدا تېره میاشت اروپا ته د تلو زړه ښه کړی وو، خو ناخبره له دې چې بخت به یې په زندان او پولیسو اړوي.

هغه وايي، قاچاقیانو ټکسي موټر کې تر لسو کسان سپاره کول چې آن ساه به پکې په سختۍ اخیستل کېده. قیاس قاضي‌خېل د هغې صحنې کیسه کوي چې موټر یې د ترکیې پر پوله د پولیسو پر تلاشۍ وربرابر شو او دوی پکې ” سخت ” وهل وخوړل.

پر ناقانونه لارو تګ سربېره پر دې چې له سر، سره لوبې دي، له سفر وروسته د کډوالو پر ژوند او کار هم منفي اغېز کولای شي. قیاس قاضي‌خېل که څه هم اوس بېرته هېواد ته راګرځېدلی او خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، خو د ترکیي پولیسو له لوري د ده وهلو او د لارو ستونزو یې پر بدن نښې پریښي او له رواني اړخه کړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي، پر قاچاقي لارو تلونکي کسان به چې کله د پولیسو لاس ته ولوېدل د دوی له لوري به په بېلچو، ډانګونو او کونداغونو وهل کېدل او پرچا یې رحم نه کاوه.

هغه وایي: «هر کس یې واهه. د چا لاس، د چا پښې او د چا سر مات شو. اثرات یې شته دي. په مغزو مې بوج دی. خوب کې چغې وهم، مور مې بیا یوازې نه پرېږدي، خپله کوټه کې مې ځان سره اچوي.»

له ۲۰۱۹ کال راهیسې که څه هم په ګرده نړۍ کې د کوید۱۹ ناروغي خپره ده، خو بیا هم ځینې افغانان له قانوني اسنادو پرته اروپا او نورو ملکونو ته د تګ زړه ښه کوي چې دا چاره نه یوازې د دوی په مرګ تمامېدای شي ورسره پر دغې ساري ناروغۍ د اخته کېدو سل سلنه ګواښ هم لري.

قیاس قاضي‌خېل وايي، اروپا ته پر لار ورته قاچاقیانو له کوید۱۹ ناروغۍ د ژغورنې هېڅ ډول اسانتیا نه وه برابره کړې. دی له نورو افغانانو په ځانګړي توګه له ځوانانو غواړي چې له قانوني اسنادو پرته، بهرنیو هېوادو ته دې د کډوالۍ زړه نه ښه کوي.

که څه هم قیاس قاضي‌خېل سره اروپا ته په ناقانونه تلو کې د هغه کورنۍ همغږې نه وه، خو اوس دې ته ځورېږي چې دی ذهني ناارامه او له ستونزې سره مخ دی.

 د قیاس قاضي‌خېل د تره زوی شاهد وایي، که نوموړی پر قاچاقي لارو بهر ته نه و تللی اوس به له دې ستونزو سره نه و مخ شوی. د هغه په وینا چې کورنۍ یې ده ته زورېږي او رواني حالت یې له پخوا خراب شوی دی.



په همدې حال کې د کونړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالرشید ساپی وايي، که څه هم په ټوله نړۍ د کورونا ناروغي خپره ده، خو بیا هم له بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او ترکیې څخه ګڼ‌شمېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه وویل، سره له دې چې له تېر کال راهیسې تر اوسه سلګونه کورنۍ له ایران او پاکستانه کونړ ته راستنې شوي، ترڅنګ یې څلور سوه ځوانان له ترکیې کونړ ولایت ته ډیپورټ شوي.

نوموړی وایي، هغه ځوانان چې له ترکیې څخه بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي له هوایي ډګرونو سربېره له دوی سره هم ثبت دي چې تراوسه ورسره کومې ادارې مرسته نه ده کړې. خو په خیره یې، هغه ځوانان چې له بېرته رالېږدول شوي، د دوی له لوري ورسره مرسته شوې ده.

که څه هم تېرو شلو کلونو کې ګڼ‌شمېر افغانان له بهرنیو هېوادونو بېرته راګرځېدلي، خو را وروسته پنځو کلونو کې د ناسم امنیتي وضعیت او د کار نشتوالي له کبله بېرته ډېر‌شمېر ځوانانو او کورنیو د ښه ژوند په لټه افغانستان پريښی دی.

د افغان سولې ناڅرګند برخلیک، د بهرنیو ځواکونو وتل، ورځ تربلې د امنیتي حالت خرابوالی او د بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ کچې لوړوالی هغه عوامل دي چې له امله یې خلک د هېواد پرېښودو ته زړه ښه کوي.

که په کور دننه افغان ځوانانو ته د ژوند او کار کولو مناسبه زمینه برابره شي، د قیاس قاضي‌خېل په څیر ګڼ نور افغانان به هیواد پریښودو ته بیا ځلې زړه ښه نه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام