دې وروستیو کلونو کې هېواد کې د نامنظمې کډوالۍ اکثره دلایل ناامني او بې‌کاري بلل کېږي، خو ځينې داسې کسان هم شته چې د بې‌کارۍ او ناامنیو له کبله نه بلکې، د شوق او هوس له مخې په نامنظې کډوالۍ روانېږي.

د دغو کسانو په باور بهر کې ژوند کول له ستونزو تش او بېل خوند لري.

عبدالله چې ۲۶ کاله عمر لري، دوه کاله وړاندې د خپل ملګري په هڅونه له کورنۍ نه په پټه یوه اروپايي هېواد ته چې ملګری یې هم په کې شته نامنظمه کډوالي کوي.

عبدالله وویل، یو ځل یې څلور کاله وړاندې د کډوالۍ پرېکړه وکړه؛ خو د کورنۍ مخالفت سره مخ شو.

سره له دې چې هغه کابل کې نسبتأ ښه ژوند درلوده، خو د هغه بې‌ځایه خیالونه لامل شول، ترڅو بلاخره خپله پرېکړه عملي کړي.

عبدالله په دې باور چې کولای شي یوه اروپايي هېواد کې هوسا ژوند او رواني او فزیکي امنیت ته ورسېږي، کابل کې خپله دنده چې یوې بهرنۍ موسسې سره یې د تصوير اخيستونکي په توګه کار کاوه، خوشې کوي.

دی وايي، د موټر په پلورلو څه ناڅه پیسې چمتو کوي او پاتې نورې خپل یوه ملګري نه په پور اخلي.

د عبدالله ملګري چې سویډن کې ژوند کاوه، څلورو کلونو راهیسې یې اقامه ترلاسه کړې وه او تر یوه کچې یې مناسب کار او ژوند هم درلود.

د هغه هوسا او له ستونزو لرې ژوند عبدالله اړ کړ چې د خپل ژوند لویه او بده پرېکړه وکړي.

د عبدالله ملګری هغه د انسان یوه قاچاقي ته معرفي کوي، خو د عبدالله د بدچانسۍ له کبله چمتو نه دی، چې دی ځان سره بوځي.

عبدالله وايي، د خپلو ملګرو په مرسته بل قاچاقي پیدا کوي او ورته ویل کېږيچې د سفر په پیل کې باید ټولې پیسې ورکړي.

عبدالله او د لارې ملګري یې د سفر په پیل کې د کوم ضمانت له ترلاسه کولو پرته قاچاقي ته ټولې پیسې ورکوي.

هغوی چې له عبدالله او ملګرو یې پرته ۳۰ نور کسان هم ورسره دی، کابل نه سفر پیلوي او تر نیمروز پورې هېڅ ستونزه نه ویني، خو دغه ولایت کې اوضاع یو ناڅاپه بدلېږي.

عبدالله وايي، کوم ځای کې چې یې لومړۍ شپه تېره کړه تر ۳ زره پورې خلک وو، خو له دوی پرته نور ټول تر دوو ورځو پورې هغه ځای نه ووتل.

عبدالله او ملګرو یې دوه نورې ورځې هم دې ځای کې تېرې کړې، خو د قاچاقي هېڅ درک نه و او ورسره د اړیکې هېڅ وسیله یې هم نه درلوده.

په درېیمه ورځ خبر رسېږي چې قاچاقي ایران ته د تښتېدو هڅه کوله چې د ایران د پوله‌ساتو پولیسو له لوري د نشه‌يي توکويو قاچاق په تور نیول شوی دی.

د عبدالله په وینا، دغه قاچاقي د انسان قاچاق ترڅنګه نشه‌يي توکي هم قاچاق کول.

تر دې وروسته عبدالله اړ کېږي چې بېرته کابل ته ستون شي، خو دنده یې له لاسه ورکړې او اوس نږدې ۳۰ زره ډالره پوروړی دی.

په ورته وخت کې افغانستان کې د کډوالو د معلوماتي مرکز همغږه‌کوونکی سیدشېر حسین هنریار وايي چې د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي لپاره یې په انلاین او حضوري ډول د عامه پوهاوي ورکولو پروګرامونه جوړ کړي.

خو د هغه په وینا، د کورونا ویروس په خپرېدو سره د هغوی د پوهاوي ورکولو ټیم پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو بنسټونو کې پوهاوي ورکولو نه پاتې شوي دي.

دې سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکيو چارو وزارت د مطبوعاتو برخې مسوول عبدالباسط انصاري وايي، روان ۱۳۹۹ کال کې حمل میاشت کې څه باندې ۱۹ زره او ثور میاشت کې هم ۱۶ زره او ۷۷۲ کسان یوازې د نیمروز له لارې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

افغان چارواکي د عامه پوهاوي کچې لوړول، افغان ځوانانو ته د کار زمینې برابرول او د امنیت ټینګښت د نامنظمې کډوالۍ مخنیوي په برخه کې مهم بولي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تراوسه شاوخوا ۲۰۰ زره افغان کډوال ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو نه هېواد ته راستانه شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام