د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او همکار بنسټونه ګاونډیو هېوادونو ته د افغانان ډله‌ییزې کډوالۍ ته د رسېدو لپاره چمتوالی نیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوال په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او وایي چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

په پاکستان کې یو افغان کډوال وایي چې دغه هېواد کې کډوال له زیاتو ستونزو سره مخ دي او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له سهاره تر بېګاه پورې پر سړکونو ګرځي.

د هغه په وینا، هغه کډوال چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته راغلي، پاکستان حکومت ورته هېڅ راز پاملرنه نه کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ غړې کیلي کلمنتس وايي، د افغانانو ډله‌ییزې کډوالۍ ته د رسېدو لپاره چمتووالی روان دی، څو هغه حکومتونه چې دغه کډوال ورځي او دغو هېوادو ته پناه وروړي، د مرستو رسولو زمینه برابره شي.



د هغې په وینا، له هېوادونو سره د دغه بهیر د چټکوالي په اړه خبرې روانې دي او تمه کېږي چې د دغو مرستو ډېری برخه ایران او پاکستان هېوادونو ته ورکړل شي.

نوموړې زیاته کړه: «تراوسه د پراخې کډوالۍ شاهدان نه یو، لامل یې دا دی چې د افغانستان وضعیت په ناڅاپي توګه بدلون ومومه. له همدې امله مونږ باید هر ډول احتمالاتو ته چمتو واوسو چې دا کار سرچینو، چتوالي او وخت ته اړتیا لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هغه راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه خپله کړې، ګڼ‌شمېر افغانان هغه هېوادونو ته چې کډوال مني، د کډوالۍ غوښتنلیکونه ورکړي او غواړي له هېواده ووځي.

له هغه وروسته چې یو‌شمېر هېوادونو د کډوالو په توګه د افغانانو د منلو اعلان وکړ، تراوسه نږدې یو لک افغانان چې پر شرایطو برابر وو، له افغانستان څخه وتلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام