سره صلیب خبرداری ورکړی چې مرستندویه سازمانونه په یوازې ځان په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنوي توان نه لري. دغه بنسټ له نړۍ‌والې ټولنې غوښتنه کړې چې له طالبانو سره همکاري وکړي. د سره صلیب عمومي مدیر رابرټ ماردیني ویلي، دغه بنسټ پر افغانستان د طالبانو له واکمېدو راهیسې له نورو سازمانونو سره خپلې هڅې پراخې کړي.

د سره صلیب عمومي مدیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د نړۍ‌والې ټولنې ملاتړ چې تراوسه یې د طالبانو پر وړاندې خپل احتیاطي دریځ غوره کړی، د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړین او مهم دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رابرټ ماردیني زیاته کړې چې مرستندویه سازمانونه کولای شي د حل لنډ‌مهالې لارې وړاندې کړي، خو د افغانستان ناورین د خرابوالي پر لور روان دی.

د ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ځانګړي باور صندوق جوړ کړی چې موخه یې د خلکو د اقتصاد پیاوړي کول او د پیسو چلښت دی. د سره صلیب عمومي مدیر همداراز ویلي چې دغه طرحه کولای شي، یوازې د درېو میاشتو لپاره ستونزه هواره کړي.

د هغه په وینا، د افغانستان له ۳۹ میلیوني نفوس څخه ۳۰ سلنه له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او په دغه هېواد کې ۱۸میلیونه کسان مرستې او یا هم بشري ملاتړ ته اړتیا لري. که څه هم طالبانو په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې له افغانستان څخه مرستندویه بنسټونه اېستلي وو، خو دا ځل یې ویلي چې امنیت یې ټينګوي.

د سره صلیب عمومي مدیر همداراز زیاته کړې چې هېڅ یو مرستندویه بنسټ د یوه هېواد اقتصاد نه‌شي کېدای او د هغه د سقوط مخه نه شي نیولی.

د مخکیني حکومت له سقوط وروسته او د طالبانو په راتګ سره، د افغانستان بانک شتمني تړل شوي او نړۍ‌والې مرستې هم بندې شوې دي چې دغه موضوع لامل شوې، د هېواد اقتصاد له ناورین سره مخ شي او بې‌وزلي او وزګارتیا پراخه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پیسو نړۍ‌‌وال صندوق وړاندوینه په ډاګه کوي چې د افغانستان اقتصاد به په راتلونکي کال کې ۳۰ سلنه کمزوری شي. د ملګرو ملتونو موندنې ښايي، د دې شونتیا شته چې د افغانستان ۹۷سلنه وګړي د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې راشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام