Asset 1SWN

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او د بېړني اوربند غوښتنه وکړه

000_I646X-oxkk37ehwdzpjt0b8277jfk909o9twwatjvgqgve6s

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی او له ښکېلو خواوو يې غوښتي چې جګړې پای ته ورسوي او د سولې لار خپله کړي.

دغه سازمان په يوه اعلاميه کې ويلي، په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او ملکي مرګ‌ژوبله بوږنوونکې ده او زياته کړې يې ده د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او د بېړني اوربند غوښتنه کوي.

له دې وړاندې په کابل کې سلګونو دیني علماوو او دغه راز د بنګله‌دېش هېواد د دینې‎ي علماوو ټولنې هم په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او د جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان له دې دریځه هرکلی کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې یاد سازمان تل په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده او د افغانانو مرګ‌ژوبله یې غندلې ده چې افغان حکومت یې د دريځ هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه مياشت کې تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

د بښنې نړيوال سازمان هم تېره اوونۍ يوه راپور کې وويل چې تېره مياشت افغانستان کې ملکيانو لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام