Asset 1SWN

سلام وطندار

د بښنې نړیوال سازمان: تېره مياشت افغانستان کې د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه

156849955-oxdvjrcwafv38zc4ayumum2rm2z9t3hxl9wu5kbgr8

 

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، له بین‌الافغاني خبرو سره هم مهاله په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی چې يوازې همدا تېره اوونۍ کې د تاوتريخوال له کبله ۵۰ ملکيان وژل شوي دي.

یاد سازمان د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له قوله ليکلي، د روان ميلادي کال د اکټوبر مياشتې له پيله تر ۲۰مې نېټې پورې ۱۸۰ ملکيان وژل شوي دي او ۳۷۵ ملکيان ټپيان شوي دي.

د ياد سازمان په خبره له مذاکراتو سره هممهاله روانه خونړۍ جګړه هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي او جګړه تر بل هر وخت خونړۍ شوې ده.

ددغه نړیوال سازمان په راپور کې راځي چې کندهار، هلمند، وردک او ځینې نور ولایتونه په تېرو څو ورځو کې د خونړیو جګړو او چاودنو شاهدان وو چې ملکي وګړيو ته په‌کې مرګ‌ژوبلې اوښتې دي.

دغه سازمان پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او په دغه هېواد کې د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.

ياد سازمان همداراز د ننګرهار پېښې ته په اشارې ويلي چې د پاکستان کونسلګرۍ کې ویزو پسې ورغلې ۱۱ مېرمنې د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له کبله مړې شوې چې دغه پروسه بايد اسانه شي.

په دې پېښه کې ۱۲ کسان ټپيان هم شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام