Asset 1SWN

ناټو د سولې خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ

Jens-Stoltenberg-ozb93ra9relzb555dx9c3mtbty6pb7wbcchh4ewi38

 

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د قطر په دوحه کې د سولې بين‌الافغاني خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ.

قطر کې د حکومت او د طالبانو مرکچي پلاويو تېره ورځ وويل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه هم هوکړه وشوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري او د طالبانو د مرکچي پلاوي وياند محمد نعيم په دوحه کې ويلي چې دواړه لوريو د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې پيل کړې دي.

بروکسل کې ازاده خبرياله لیلما سدید سلام‌وطندار ته وايي، د ناټو سرمنشي د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې وويل، تر هغه چې افغانستان کې وضعيت ښه شوی نه وي دوی به خپل حضور ته دوام ورکوي.

د نوموړې په وينا، سټولټنبرګ ټينګار کړی چې د ياد سازمان غړي هېوادونه د راتلونکي کال تر فبرورۍ مياشتې او د افغانستان د امنيتي وضعيت ارزولو نه وروسته به اعلان وکړي چې په دې هېواد کې پاتې شي او يا به هم د بهرنيو ځواکونو د کمولو طرحه صادره کړي.

لیلما سديد وايي، د ناټو سرمنشي خبرداری ورکړی که چېرې د ناټو ځواکونه له افغانستانه په بېړه ووځي دا ګواښ شته چې د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي. خو په ورته وخت کې سټولټنبرګ ټينګار کوي چې افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدل امنيتي شرایط ستونزمنوي.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د امریکا له منتخب ولسمشر جوبایډن نه غوښتي چې تر راتلونکې فبرورۍ مياشتې پورې په بروکسل کې په فوق‌العاده غونډه کې ګډون وکړي او له هغې وروسته دې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د بشپړو وتلو او پاتې کېدلو په اړه په ګډه پرېکړه وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ دوه ورځې وړاندې وويل، هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي چې د افغان دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي د سیاسي لار نقشې او هراړخیز اوربند په اړه د خبرو لپاره، پر یوه سند چې درې پاڼې لري هوکړه کړې.

نوموړي زیاته کړې، افغانان اوس وخت کې د یوې سیاسي لار نقشې او اوربند په اړه د چټک پرمختګ غوښتونکي دي چې امریکا هم ورڅخه ملاتړ کوي.

د قطر دولت هم د سولې خبرو د کړنلارې پر سر له هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د بین‌الافغاني خبرو په بهیر کې د عطف ټکی بللی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم له دغې هوکړې هرکلی کړی دی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر ټوېټر لیکلي، ولسمشر غني دوحه کې د خبرو د طرزالعمل وروسته کېدل، د اصلي خبرو او د خلکو غوښتنې لپاره مخ پر واړندې ګام بولي.

د نوموړي په وینا، ولسمشر غني ټینګار کړی چې د افغانانو غوښتنه افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره د اوربند تامینېدل دي.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم پر ټوېټر له دغه خبر څخه هرکلی کړی او هغه یې د سولې خبرو کې د پرمختګ لپاره یو لوی ګام بللی دی.

عبدالله د قطر دولت څخه د خبرو کوربه‌توب او د افغان سولې پروسې نورو ملاتړ کوونکيو څخه مننه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام