Asset 1SWN

د بشري حقونو کمیسیون د سولې خبرو مېز ته د مرکچي پلايو د رییسانو د راستنیدو غوښتنه کړې

Doha-New-pics-p10jwg8wxoen23ak6bv901ijkhek9ttnb2jsnhgpec

د بشري حقونو خپلواک کميسيون د سولې خبرو د مذاکراتي ټيم د دواړو لوريو له رييسانو غوښتي چې د خبرو مېز ته کېني او هر څه ژر خبرې پيل کړي.

ياد کميسيون نن پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي: «کميسيون د دواړو لوريو مشرانو ته د خپل ليک په بيا خپرولو سره د خبرو مېز ته د هغوى د را ګرځېدو غوښتونکى دى او د جګړې د ناموجه انساني، مادي او معنوي لګښتونو د راکمولو لپاره، د ژر تر ژره اوربند پر اړتيا او د جګړې ختمولو پر هر اړخيزو او مسوولانه هڅو ټينګار کوي.»

د بشري حقونو خپلواک کميسيون د روان کال جدي مياشتې په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان دولت او طالب پلاوي له مرکه‌چي پلاوي غوښتي وو چې تاوتريخوالی کم کړي او ژر تر ژره دې اوربند وکړي.

د ياد کميسيون په باور، د تاوتريخوالي دوام هره ورځ له ملکيانو قرباني اخلي او د سولې په اړه هيلې يې له منځه وړي.

د سولې خبرو مذاکراتي ټيم دواړو لوريو ته د ياد بنسټ په ليک راغلي:« اوس د خپلو تېرو ليکونو او څرګندونو په تعقيب، يو ځل بیا د دې ليک په ترڅ  کې د سولې د مذاکراتو  په اجنډا کې د سملاسي اوربند اړتيا، د قربانيانو د ګډون ارزښت او د بشر حقونو او قربانيانو د حقونو ارزښت ته ستاسو پام را اړوو او له تاسو غواړو چې د اوربند، د اوربند د څارنې د ميکانيزمونو او ورته نورو مسلو لپاره يوه ګډه کمېټه وټاکئ او همدارنګه د څېړنې لپاره د یوې ګډې ډلې د ټاکلو په اړه چې د تاوتريخوالي د پېښو د دوام، لکه هدفي وژنو چې پر ژورناليستانو او د بشر حقونو پر مدافعانو بريدونه هم په‌کې شامل دي، په اړه له یو بل سره بحث او خبرې اترې وکړي. افغانان بايد د ژوند، امنيت او بنسټي ازاديو له حقونو د برخه‌من کېدو لپاره په يوې سياسي نقشې او تګ‌لارې بشپړې هوکړې ته منتظر پاتې نه وي.»

د ملي پخلاينې عالي شورا هم له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د ۳۲مې کالیزې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، هېواد کې تر ټولو لومړی سوله ده او دا هڅې به بلاخره په افغانستان کې روانه ۴۰کلنه جګړه پای ته ورسوي.

تېره اوونۍ د ملي پخليتې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله ويلي و چې طالبانو د سولې خبرو مېز ترک کړی دی.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د تاوتريخوالي د کمولو او د ژر تر ژره د سولې خبرو د پيل غوښتنه کوي چې يوه نيمه مياشت وړاندې دوحه کې د سولې خبرو دويم پړاو پيل شوی؛ خو   دغه خبرې له څو ورځو وروسته بن‌بست سره مخ شوې. تر اوسه روښانه نه ده چې دغه خبرې به کله پيل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام