د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه باید ژرترژره له افغانستان سره همکاري وکړي او د افغانانو ترڅنګ په درېدو سره د روانې جګړې مخه ونیسي.

هغه وايي، له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه او لازمې سیاسي، قانوني او امنیتي پرېکړې په‌کې وکړي. د اتمر په وینا، په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ځواب هم مثبت او د ستاینې وړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي، د بشري حقونو ساتنه او د هغو د نقض مخنیوی د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی او په خبره یې، د بشري حقونو یو نړیوال نظام باید وخوځېږي، څو په افغانستان کې روانو جنایتونو ته ځواب ووايي.


هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو «الله اکبر» ناره او د افغان ځواکونو پرمختګ

یوناما طالبانو ته: هرات کې زموږ پر دفتر د برید ځواب ووایئ

د جګړو له امله کونړ کې ۵۰زره کسان بې‌ځایه شوي

یوناما طالبانو ته: که جګړه بس نه کړئ؛ منزوي به شئ


محمدحنیف اتمر وايي، دغه نړیوال نظام باید د هغو طالب مشرانو او قوماندانانو جنایتونه مستند کړي چې په افغانستان کې د جګړې مشري کوي او نړیواله ټولنه یې پر بنسټ قانوني اقدامات وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې تر اوسه په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي شوي او باید ورته پوره پام وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په یوشمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او هره ورځ یې له کبله لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام