د شپږیزې کرېکټ لیګ په دویمه نیمه پایلوبه کې نن سپین‌غر پړانګان د کابل بازانو پر وړاندې لوبه وکړه او بریالۍ شوه چې کابل بازانو ته د ۶۳ منډو په توپیر ماته ورکړي.

سپین‌غر پړانګان لوبډلې په دې بریا سره د سږني شپږیزې کرېکټ لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړه چې بُست ساتونکي سره به پایلوبه کې ولوبېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاده لوبه کې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې کابل بازان لوبډلې د یاد هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله په ۱۵ اوور کې په ۷۷ منډو وسوځېده. ټاکل شوې د شپږیزې کرېکټ لیګ پایلوبه د راتلونکې جمعه پر ورځ وشي چې بُست ساتونکي به د سپین‌غر پړانګانو پروړاندې ولوبېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دواړه لوبډلې د روان لیګ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د یو بل پروړاندې لوبېدلې وې چې بُست ساتونکو سپین‌غر پړانګانو ته ماته ورکړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام