کابل  کې د شپږیزې کرېکټ لیګ روانو سیالیو په لړ کې نن بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې کابل بازانو ته د څلور وېکټو په شتون کې ماته ورکړي.

یاده سیالي له دې امله په زړه پورې وه چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي او د نوموړي زوی حسن عیسی‌خېل د یو بل پروړاندې لوبه وکړه چې زوی د خپل پلار لوبډله ماته کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل بازان لوبډلې د خپلو نورو سیالیو خلاف په نننۍ سیالۍ کې ښه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله په ۹۸ منډو وسوځېدو او بُست ساتونکي ته یې د ۹۹ منډو هدف ورکړ.

بُست ساتونکي لوبډلې د حسن‌ عیسی‌خېل د ناسېوځېدو ۵۲ منډو په توپیر وکولای شوای چې ورکړل شوی هدف ترلاسه او یاد لیګ کې خپله اوومه پرله‌پسې بریا ثبت کړي.

د یادې سیالي غوره لوبغاړی حسن عیسی‌خېل ونومول شو چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ناسوځېدلې ۵۲ منډې جوړې کړې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نن ورځې په دویمه سیالي کې د هندوکُش ستوري د میس‌عینک نایډز لوبډلې پروړاندې لوبېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام