د پاکستان، نیوزیلنډ او بنګلدېش کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پیل شوې درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې نن کوربه‌ نیوزیلنډ لوبډله بریالۍ شوه چې بنګلدېش ته د ۴۸ منډو په توپیر ماته ورکړي.

په دغه سیالي کې نیوزیلنډ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو بنګلدېش ته د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نیوزیلنډ لپاره ډېویډ کانوې ۶۴ او ګلېن فلېپ چټکې ۶۰ منډې وکړې.

بنګلدېشۍ لوبډلې که څه هم د هدف ترلاسه کولو لپاره ښه لوبه پیل کړه، خو په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې او د ۴۸ منډو په توپیر یې له کوربه لوبډلې ماته ومنله.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

سبا به د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې پاکستان له بنګلدېش لوبډلې سره سیالي وکړي. د شل اووره سیالیو د دغې درې اړخیزې لوبلړۍ په جدول کې نیوزیلنډ لومړی، پاکستان دوی او بنګلدېش درېیم ځای خپل کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام