د پاکستان، بنګلدېش او کوربه‌ نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په پیل شویو درې اړخیزه شل اووره سیالیو کې نن نیوزیلنډ لوبډلې بنګلدېش ته په اتو وېکټو ماته ورکړه.

په دغه شل اووره سیالي کې بنګلدېش کرېکټ لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو کوربه نیوزیلنډ ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بنګلدېش لپاره نجم‌‌حسین شانټو تر ټولو زیاتې ۳۳، نورالحسن ناسوځېدلې ۲۵ او افیف حسین ۲۴ منډې جوړې کړې.

نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې ورکړل شوی هدف د ډېوېډ کانوې د ښکلې لوبې پرمټ د سیالي په ۱۸ اوور کې ترلاسه کړ او بنګلدېش ته یې په اتو وېکټو ماته ورکړه.

ډېوېډ کانوې په دغه سیالي کې د نیوزیلنډ لپاره ناسوځېدلې ۷۰ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

پاکستان په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپلې لومړۍ دوه لوبې ګټلي او د اکتوبر پر یوولسمه نېټه به یو ځل بیا له کوربه نیوزیلنډ لوبډلې سره سیالي وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د شل اووره سیالیو دغه درې اړخیزه لوبلړۍ راتلونکي شل اووره نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه د پاکستان، بنګلدېش او نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام