د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو له نیول کېدو وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو یوې شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او شارپ دفتر له استازیو سره په لیدنه او یوه پرانیستې لیک کې چې د سلګونو کډوالو له لوري لاسلیک شوی، غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

په دغه لیک کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمان او د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو ستونزې درک کړي او د کډوالۍ د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې دې ورسره چلن وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میراحمد رووفي سلام‌وطندار ته ویلي، په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني ‎پولیسو له زور زیاتي وروسته اړ شول، څو په یوه پرانېستي لیک کې د سلګونو کډوالو لاسلیکونه راټول او د نړۍ په کچه یې د بشري حقونو اړوندو بنسټونو ته ولېږي .

هغه وايي، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري او نړیواله ټولنه باید پر دغه هېواد فشار راوړي، څو د افغانانو له ځورونې لاس واخلي.

په ورته وخت کې هغه افغانان چې هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته پاکستان ته کډه شوي او له میاشتو راهیسي په نورو هېوادونو کې پناه‌اخیستو ته په تمه دي، د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي او وايي، د دغه هېواد حکومت یې ویزې نه نوې کوي او له کبله یې دوی له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دوی په خبره، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري (UNHCR) او د شارپ دفتر یې هم دوسیې په وخت نه څېړي او دا لامل کېږي چې دوی په دغه هېواد کې میاشتې او کلونه په انتظار تېر کړي.

په پاکستان کې افغان کډوال احمد افغان او وحیده نیازۍ وايي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې بې‌برخلیکه اوسېږي او د پاکستان حکومت یې ویزې هم نه نوې کوي. دوی زیاتوي:

«د ډېرو ویزې ردېږي او یوازې هغه کسان چې پیسې لري، د ویزو دفترونو ته یې ورکوي او ویزې اخلي. هغه افغان کډوال چې ویزې ونه لري، بندي یا هم افغانستان ته اړول کېږي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو دفتر باید د کډوالو ستونزې حل کړي. په تېرو ۲۰ میاشتو کې چې کوم افغانان پاکستان ته راغلي، کېسونه یې هېڅ پر مخ نه‌دي تللي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

«اصلي ستونزه د ویزې ده. د نوي کولو لپاره یې ډېرې پیسې غواړي. د یوان‌اېچ‌سي‌آر له لوري هم چې سند ورکړل شي، دوی یې نه مني. یوان‌اېچ‌سي‌آر د افغان کډوالو دوسیې په ډېر ځنډ څېړي. اقتصادي ستونزې او لوړې بیې خپل اوج ته رسېدلي او د کور کرایه لوړه شوې ده.»

د یادونې ده چې د افغان کډوالو دغه پرانېستی لیک تر اوسه د پاکستان حکومت ته په رسمي ډول نه‌دی رسېدلی او نه هم په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د دغه اعتراض‌لیک په اړه څه ویلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام