د افغانستان د وینې ملي بانک مسوولان وايي چې د روانې روژې میاشت کې د تازه وینې له کمښت سره مخ دی.
د دغه بانک رییس محمدناصر صادق سلاموطندار ته ویلي چې دامهال دغه بانک کې ۴۰۰ پاکټه وینه ذخیره لري، خو تازه وینې ته د ناروغانو اړتیا ډېره ده. د نوموړي په وینا، روژې میاشت کې د هېوادوالو له لوري د وینې ورکولو کچه کمه شوې ده.
هغه وویل: «د افغانستان د وینې ملي بانک د تازه وینې له کمښت سره مخ شوی د دې لپاره چې خلک په روژه کې کمه وینه ورکوي. خو دوینې بانک د تازه وینې کمښت سره مخ شوی.»
په ورته وخت کې یوشمېر ناروغلرونکي وايي، که خپلو ناروغانو ته تازه وینه برابره نه کړي، ناروغان به یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د کابل اوسېدونکي محمدالیاس چې ماشوم یې اندراګاندي روغتون کې بستر دی، وايي، د درملنې لپاره یې تازه وینې ته اړتیا لري، خو د وینې بانک د تازه وینې له کمښت سره مخ دی.
هغه وویل: «ماشوم مې اندراګاندي روغتون کې بستر دی او اوس ډاکټران وینه غواړي، خو خلک روژه کې وینه نه ورکوي او له همدې امله تازه وینه کمه ده.»
د کابل یوشمېر اوسېدونکي او دیني عالمان بیا له هېوادوالو غواړي چې د ناروغانو د ژوند ژغورنې لپاره تر خپل وسه وینه ورکړي.
د کابل اوسېدونکي عاشقالله وویل: «۴۰۰ سيسي وینه مې ورکړه او که اړتیا شوه، نوره هم مرسته کوو او له هېوادوالو غواړو چې د ناروغانو لپاره د وینې ملي بانک کې وینه ورکوي.»
دیني عالم عبدالحق انس وویل: «په روژه کې یوه روغتون ته وینه ورکول، هېڅ شرعي ستونزه نهلري او له خلکو غواړو چې دې درېوو میاشتو کې یې وینه نه وي ورکړي، وینه دې ورکړي.»
له دې سره، یوشمېر روغتیاپالان هم وايي، هغه کسان چې وینه ورکوي، د هغوی د روغتیايي وضعیت ښهکېدو سره مرسته کوي.
د وزیر محمد اکبرخان روغتون ډاکټر نوربیک تای وویل: «که څوک وینه ورکوي کولای شي چې د څو ناروغانو ژوند وژغوري. ګټې یې دا دي چې د وینې خوړ، جیګر، د زړه او نورو ناروغیو څخه خلاصېږي او د انسان بدن کې د تازه حجرو د ژوندي کېدو لامل کېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د وینې ملي بانک مسوولان همدارنګه وايي چې د ورځې تر ۷۰ ناروغلرونکي د وینې ترلاسه کولو لپاره دغه بانک ته مراجعه کوي او زیاتره دغه کسان تازه وینې ته اړتیا لري چې ډېر کم یې په ترلاسه کولو بریالي کیږي.