د وینې ملي بانک: روژه کې د تازه وینې کمښت سره مخ یو
د افغانستان د وینې ملي بانک مسوولان وايي چې د روانې روژې میاشت کې د تازه وینې له کمښت سره مخ دی.
د دغه بانک مسوول محمدناصر صادق سلاموطندار ته ویلي چې دامهال دغه بانک کې ۴۰۰ پاکټه وینه ذخیره لري، خو تازه وینې ته د ناروغانو اړتیا ډېره ده. د نوموړي په وینا، روژې میاشت کې د هېوادوالو له لوري د وینې ورکولو کچه کمه شوې ده.