د غور د امنیې قومانداني د رسنیو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یو اووه کلن ماشوم د دغه ولایت په مرکز کې د اوبو یوې ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د خبرپاڼه له مخې، دغه ماشومان محمد نومېده او پرون ماسپښین د فېروزکوه ښار په ګلدره کلي کې د اوبو یوې نیمهکاره څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه زیاتوي چې محمد یادې څاه ته نږدې پر لوبو بوخت و چې ور لوېدلی دی.
د یادونې ده چې یوشمېر هېوادوال، په تېره ماشومان تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو څاهګانو ته لوېدلي او مړه شوي دي.