د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په موسیقلعه ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی ماشوم ژغورل شوی دی.
د یاد ولایت د مسوولانو په وینا، دغه ماشوم پرون ناوخته د موسیقلعه ولسوالي په «لوی تل» سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلی و چې بېګاه شپه ناوخته ژغورل شوی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض سلاموطندار ته ویلي، دغه ماشوم سمېعالله نومېږي او اته کاله عمر لري چې پرون یوې ژورې څاه ته لوېدلی و.
محمدقاسم ریاض زیاتوي چې د دغه ولایت د مسوولانو په هڅه یاد ماشوم بېګاه شپه ۱۲:۳۰ بجې له څاه اېستل شوی او روغتیا یې ښه ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال همداراز وویل چې ماشوم روغتون کې تر درملنې لاندې دی روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دا لومړی ځل نه دی چې هلمند کې د اوبو ژوې څاه ته ماشوم لوېږي، بلکې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ماشومان ژورو څاهګانو ته لوېدلي چې ځینو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت څه موده وړاندې خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې د ژورو څاهګانو سرونه به پوښي، خو یادې پېښې ته په کتو لیدل کېږي چې د خلکو له لوري دغه سپارښتنه جدي نه ده نیول شوې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
کورنیو چارو وزارت د ټولو ولایتونو والیانو، امنیې قومندانانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ولایتونو کې د ژورو څاهګانو مالکانو ته خبر ورکړي، څو د څاهګانو سرونه پټ کړي او د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.