Asset 1SWN

د عامې روغتیا وزارت هلمند کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه پیل کړې

IMG_20221218_113039

د عامې روغتیا وزارت یوې متخصصې ډلې په هلمند کې له تېرو څو ورځو راهیسې د سترګو سلګونه ناروغانو وړیا درملنه پیل کړې ده.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه نهه کسیزه ډله هره ورځ د سترګو شاوخوا ۳۰۰ ناروغان معاینه کوي او درملنه یې پر مخ وړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هلمند د عامې روغتیا رییس سیداحمد سعید وايي چې تراوسه د سترګو ۴۰۰۰ ناروغانو نوملیکنه کړې چې په روانه اوونۍ کې به یې درملنه وشي.

سیداحمد سعید زیاته کړه چې له پورته کسانو څخه به ۲۱۰۰ ناروغانو ته د روانې اوونۍ په ترڅ کې د سترګو پردو لرې کولو عملیات سربېره، نور عملیات هم ترسره شي.

نوموړي وویل: «نوملیکنه اوس شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته رسېدلې چې له دې جملې څخه د ۳۰۰ ناروغانو ورځنیي کتنه کېږي چې له دوی څخه ځیني عملیات، ځیني درملو او ځیني ښايي تداوي یې دلته ونشي.»

هغه کسان چې د سترګو ناروغي لري، وايي، د روغتیا وزارت متخصیصه ډله دې د سترګو د عادي عملیاتو ترڅنګ پېچلي او نور عملیاتونه هم وکړي، ځکه په وینا یې، خلک يې په شخصي روغتونونو کې د لګښت توان نه لري.

د هلمند اوسېدونکي نعمت‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «څو ورځې مخکې مې نوملیکنه وکړه، زه دلته د سترګو د تداوي په خاطر راغلم، خو یوازې درمل یې راکړل، زما غوښتنه ده چې د سترګو د پردې ترڅنګ نور عملیاتونه هم وکړي.»

په ورته مهال هلمند ته د روغتیا وزارت د تللې متخصصې ډلې ډاکټر عبدالوسېع احمدي وايي، که څه هم د دوی عملیاتونه تر ډېره د سترګو د پردو لرې کولو پورې محدود دي، خو په وینا یې، د شته امکاناتو پر مټ به د سترګو اړوند یو لړ نورو علمیاتونه هم وکړي.

نوموړي وویل: «موږ دلته یوازې د دې لپاره راغلي یوو چې د سترګو پردې لرې کړو، خو د شته امکاناتو پر مټ که شونې وه، نور عملیاتونه به هم ترسره کړو، کومه کسانو چې نوملیکنه کړې په سل کې یوازي لس سلنه عملیات ته اړتیا لري او نور یې یوازې تداوۍ او درملو ته اړتیا لري چې هغه موږ ورته کوو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هلمند کې د سترګو د ناروغانو درملنه په داسې حال کې کېږي چې څو میاشتې مخکې هم په دغه ولایت کې د یوه بهر مېشتي افغان ډاکټر له لوري د ۳۰۰ هغو ماشومانو عملیاتونه هم وشول چې شونډې يې پرې وې او یا يې نښتي تالو درلودل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام