Asset 1SWN

پنجشېر کې مالداران: تېر ژمي کې مو سلګونه څاروي له‌منځه تللي

WhatsApp Image 2023-04-12 at 9.32.36 AM (1)

پنجشېر چې د هندوکش غرونو په لوړو درو کې پروت ولایت دی، د تېر ژمي یخې هوا سلګونه څاروي له‌منځه وړي او مالدارانو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغه ولایت چې د څارویو پالنې لپاره مناسبه هوا لري، د تېر ژمي یخې څپې او د واښو کمښت د دې ولایت په یوشمېر ډېرو سړو سیمو کې د مالدارانو څاروي له‌منځه وړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

 د پنجشېر پریان او دره، دوه هغه ولسوالۍ دي چې په ژمي کې سړه هوا لري او تېر ژمی یې د کروندګرو سلګونه څاروي له‌منځه وړي دي.

د پنجشېر د «دره» ولسوالي اوسېدونکی ۴۵ کلن نورالدین چې له کلونو راهیسې د څارویو پر پالنه بوخت دی او د خپلې کورنۍ اړتیاوې له همدې لارې پوره کوي، وايی چې سږنۍ سړې هوا یې د ژوند چارې سختې کړې دي.

نوموړی له اړوند مسوولانو او ادارو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي، څو خپل د مالدارۍ صنعت ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «کومو خلکو چې خپل مالونه د څرولو لپاره غرونو ته وړي بولي وو، زیاتره هلته له‌منځه تللي، ځکه هېڅ ډول معلومات په دې برخه کې خلکو ته نه‌وو ورکړل شوي. د دې ترڅنګ اسلامي امارت خلکو ته اجازه نه ورکوي چې خپل مالونه غرونو کې وڅروي او ماړه یې کړي، همداراز د دوا، واکسین او ځينو نورو برخو کې په کار ده چې مالدرانو ته مسلکي رهنمایی وشي څو خپل مالونه وساتي او لرو پرتو سیمو کې د خلکو سره مرسته وشي.»

بل‌خوا د پريان ولسوالي اوسېدونکى سعدالدين هم وايي چې د دې ولسوالي په کلیو کې د څارويو ساتنه په مخکینۍ او دوديزه توګه روانه ده.

نوموړی زیاتوي چې مالداران د خپلې مالدارۍ د ښه دوام لپاره کافي پوهاوی نه‌لري، د څارویو روزنې عصري او مسلکي معلومات نه دي ورکړل شوي او دا د دې لامل شوي چې د خپلو څارویو لپاره د واښو برابرولو برخه کې له ستونزو سره مخ شي.

سعدالدین د کرنې رياست له مسوولانو غواړي چې د د نړیوالو ادارو په همږدۍ دې د پنجشېر له مالدارانو سره مالي او معنوي مرستې وشي.

هغه وویل: «زیاتره مالدران د بې‌وزلۍ او د پیسو د نشتوالي له امله نه‌شي کولای داسې خوراکي توکي واخلي چې څاروي په ژمي کې ګرم وساتي، نه داسې کومه اداره شته چې په دې برخه کې مالدارانو سره مرسته وکړي او څاروي واکسین کړي.»

د پوهنتون استاد او د څارویو د پالنې کارپوه  ملتان زړور بیا په دې باور دی چې په یخنۍ کې د څارویو د زیانونو د مخنیوي لپاره، مالداران باید د خپلو څارویو ساتلو لپاره د ځمکې لاندې تل‌خونو څخه کار واخلي.

زړور د کرنې له مسوولانو وغوښتل چې په ساړه موسم کې مالدارانو ته د څارویو د ساتنې معیاري لارې چارې وروښیی او څارویو  ته د واکسین او د ناروغۍ ضد درمل هم ورکړي.

نوموړي وویل: «خشت مولاس یو ډول خواړه دي، په کار ده کرنې ریاست له خوا دغه خوړو د جوړولو او چمتو کولو لارې چارې مالدرانو ته وښودل شي، یو ډول  نور خواړه چې په ژمي کې آماده کېږي چې یوریند تنت منت ورته وايی، زیاتره وخت سپینې سرې سره هم یوځای کېږي، نو لازمه ده چې د دغه خواړو جوړولو طریقه هم زده کړي او په ژمي کې دغه خوړو ګټه واخیستل شي.»

په همدې حال کې د کرنې ریاست سیمه‌ییز چارواکي هم وايي چې تېر ژمي د دغه ولایت مالدارانو ته درانه زیانونه اړولي دي. د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست  ګل‌محمد طنین له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې د ژمي د سړې هوا او خوراکي موادو کمښت له امله ۱۰۱۸ څاروي له‌منځه وړل شوي دي.

هغه وویل: «۱۵۱ غواګانې، ۴۴۲ پسونه، ۳۷۸ وزې او ۴۷ مرکب  د څارویو د خوراکي توکو د کمښت او د سړې هوا له امله مړه شوي دي  ځکه چې خلک د څارویو د واښو له  کمښت سره مخ دۍ.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې وړ ده چې د پنجشېر جغرافیه د کرنې او مالدارۍ لپاره ډېره مناسبه ده او دغه ولایت کې د مالدارۍ د صنعت په ټپه درېدو سره به د دې ولايت د اوسېدونکو يوه لويه برخه له اقتصادي ځوړ سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام