د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراجالدین سراجي سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په خماب، فیضاباد، خواجهدوکوه، قوشتپې، درزاب، مردیان، منګجیک، اقچې، قرقین او خانقاه ولسوالیو کې ۳۴۰۷ څاروي د سختو سړو له کبله مړه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاد شمېر څاروي د سړو له امله مړه شوي او لا هم په دغه ولایت کې د مړو شویو څارویو او خلکو ته د اوښتو زیانونو د شمېرو را ټولولو بهیر روان دی.
که څه هم ځینې سرچینې په جوزجان کې د سړې هوا له کبله د خلکو د مړینې خبر هم ورکوي، خو رسمي سرچینې نه یوازې په دې اړه کره معلومات نه شریکوي، بلکې په دې اړه خپاره شوي معلومات ناسم بولي.
دا داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.