Asset 1SWN

د پاسپورټ د وېش بهیر نن په ۳۴ ولایتونو کې بېرته پیل شو

passport-1111-pt95g516tmlazyq6g1jcq3yh177s1pw0b7u23b0ia0

یوشمېر هېوادوال چې د پاسپورټ عمومي ریاست مخې ته را ټول شوي، وايي چې له میاشتو راهیسې د پاسپورټ اخیستو ته په تمه وو. په همدې حال کې د پاسپورټ ریاست یو کارکوونکی یما رحماني وايي چې دغه ریاست نن د ۱۳۰ کارکوونکو په لرلو د کابل اوسېدونکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «نن ۳۰۰۰ غوښتونکي راغلي وو او د انلاین فورم پاڼه یې لرله، له شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ نورو یې عرض‌پاڼې لرلې چې روغتیايي قوانینو مکتوب هم ورسره و. د ډېټا برخه کې ۶۳ نارینه او ۶۷ ښځینه دي.»

بله‌خوا د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته ویلي: «نن د انلاین فورم له لارې په ټول هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پیل شو. خلک کولای شي په خپل وار پاسپورټ ریاست ته راشي او خپل کارونه پر مخ یوسي. هره ورځ نږدې د ۱۰۰۰۰ کسانو کار پراسېس کوو. هغوی چې بېړني ناروغان، محصلان یا ملي لوبغاړي دي، موږ ته لومړیتوب لري او کارونه یې ژر اجرا کوو.»

خو یوشمېر هېوادوال بیا د پاسپورټ عمومي ریاست کې د کارکوونکو له ناوړه چلن او کمېشنکارانو څخه سر ټکوي. قمرګله چې د ډاکټر د کتنې پاڼه یې په لاس کې ده، وايي: «ناروغانو ته هېڅ پام نه کوي او پاسپورټ نه ورکوي. یوه‌نیمه میاشت په تمه وو، ډاکټرانو سند راکړ، خو دوی پاملرنه نه کوي.»

همدارنګه، د کابل یوه بله اوسېدونکې نظیفه چې د پاسپورټ ریاست مخې ته په لیکه کې ولاړه ده، وايي: «ستونزه دا ده چې خلکو ته اجازه نه ورکوي او لاره یې تړلې ده. ټول ژمی راغلو، خو وايي چې نن یا سبا راشئ. له هرې دروازې چې وي، ځو. ښځې وهي. هره ورځ د سهار په نهو بجو راځو او د مازدیګر څلور بېرته ځو. کمېشنکاري کوي؛ هغوی چې اړیکې لري یا د کورنیو چارو وزارت امر لري، ژر پاسپورټ ورکول کېږي او څوک چې یوازې عرض‌پاڼه لري، هغوی ته یې په اسانۍ نه ورکوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

شاوخوا پنځه میاشتې په کابل او نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر درېدلی و او د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولانو یې لامل تخنیکي ستونزې یادې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام