د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب وايي چې د کب په ۱۰مه، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د کابل په ګډون، په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، خلک به له یادې نېټې وروسته کولای شي د پاسپورټ د انلاین سېسټم له لارې نوملیکنه وکړي.
د پاسپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، هغو کسانو چې په کابل کې یې د پاسپورټونو اخیستو لپاره نوملیکنه کړې، خو اوس په ولایتونو کې دي، کولای شي چې د پاسپورټ انلاین سېسټم ته ننوځي او خپل ولایت بدل کړي.
دغه ریاست وايي چې د ولایتونو چارې په مرکز کې نه اجرا کوي او د پاسپورټ غوښتونکي یې باید په خپلو ولایتونو کې پر مخ یوسي.
د پاسپورټ ریاست شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په مرکز کې د وسایلو او ماشینونو د تخنیکي ستونزو له کبله د پاسپورټونو د وېش لړۍ درولې وه چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي وو.