د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره وايي چې سر له سبا په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر ځنډېږي.

د کورنیو چارو وزارت لیکلي چې د پاسپورټ ادارې دا پرېکړه د خدمتونو وړاندې کولو بهیر کې د چټکتیا او د پاسپورټ غوښتونکو د کاري پړاوونو د اسانولو په موخه کړی، څو په تخنیکي سېسټم او وسایلو کې مثبت بدلونونه راولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرتیا کې لیکل شوي: «دا چې هره ورځ د پاسپورټ مرکزي اداره کې له څلورو تر پنځو زرو پاسپورټونه چاپ او خلکو ته ورکول کېږي؛ نو د چاپ ماشینونه او نور تخنیکي وسایل د وخت په تېرېدو سره خپله وړتیا له لاسه ورکوي او بیاجوړېدو یا بدلېدو ته اړتیا پیدا کوي.»

خبرتیا کې زیاته شوې چې دغه کار وخت ته اړتیا لري او د پاسپورټ خدمتونه به یې تر بشپړېدو پورې ځنډېدلي وي.

د پاسپورټ ادارې په خپله خبرتیا کې له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې چې په وینا یې، د کورنیو چارو وزارت او پاسپورټ عمومي ریاست د خبري وېب‌پاڼو له لارې به خپره شي، دغه ریاست ته ور نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاسپورټ ادارې تر دې مخکې هم څو ځله په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ درولې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام