ننګرهار کې د پاسپورټ یوشمېر غوښتونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره تحویل کړې پیسې یې د بانک د مسوولانو شخصي جېبونو ته تللې دي.

دوی سلام‌وطندار ته د خپلو بانکي سلیپونو «چکونو» په استولو سره ادعا کوي چې د تېر کال مرغومې میاشتې په پنځمه نېټه یې جلال‌اباد کې د افغانستان بانک څانګه کې د پاسپورټ اخیستلو لپاره پیسې تحویل کړي، خو دغه پیسې له بانک څخه د پاسپورټ ادارې ته نه دي رسېدلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار یوه اوسېدونکي انعام‌الدین چې دا یې مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته ویلي، ځایي چارواکو ورسره په وار وار د نوموړي د ستونزې د حلېدو ژمنه کړې،  خو په وینا یې، تراوسه نه ده حل شوې.

نوموړې وویل:«هغه سندونه چې کابل څخه مسترد شوي وو، ما ولیدل، ۱۱۶۳ کسان وو. په هغه لست کې زما، زما د مېرمنې او درېیوو اولادونو نومونه هم په‌کې وو چې مسترد شوي وو. د بانک دغه سلیپ جعلی دی. وروسته معلومه شوه چې د بانک کارکوونکي زموږ پیسې وړې دي.»

په ورته مهال د ننګرهار یوه بل اوسېدونکي فهیم چې دا مستعار نوم دی ویلي، له تېرو څو میاشتو د ستونزې د هواري ژمنې ورسره کېږي، خو په وینا یې، تراوسه یې ستونزه نه ده حل شوې او نه یې هم د ورکړل شویو پیسو برخلیک معلوم شوی دی.

په ورته مهال د دغو کسانو په وینا، د پاسپورټ اخیستلو بهیر ځنډنی او ستونزمن دی چې له امله یې د کمېشن‌کارانو بازار تود شوی دی.

بل‌خوا د کابل ښار اوسېدونکې حمیده مددي بیا وايي، نږدې پنځه میاشتې کېږي چې د پاسپورټ اخیستلو قانوني بهیر یې بشپړ کړی، خو تراوسه یې پاسپورټ نه دی ترلاسه کړی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې تړاو مو د کورنیو چارو وزارت او پاسپورټ لوی ریاست د مسوولانو د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو په نظر اخیستلو یې بریالي نه‌شو. دا په داسې مهال ده چې تېره ورځ د اسلامي امارت کابینې د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ په اړه وړاندې شوې طرحه تصویب کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام