د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو کمېټې د ا.ا مشرتابه ته خپل وړاندیزونه استولي

د اسلامي امارت مخکیني چارواکي او د خلاصون لارې عالي شورا بنسټ رییس سید اکبراغا سلام‌وطندار ته ویلي چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه د جوړې شوې اته کسیزې کمېټې کار بشپړ شوی او د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده ته یې خپل وړاندیزونه استولي دي.

جېنوا کې د افغانستان استازی: ا.ا سره د نړۍ تعامل له بُن‌بست سره مخ شوی

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا ناسته کې ویلي چې تېرو لسو میاشتو کې نړیوالې ټولنې له هرې ممکنه لارې اسلامي امارت سره د تعامل هڅه وکړه، خو داسې ښکاري چې دغه هڅې له بن‌بست سره مخ او د ژمنو پر ماتولو او ناهیلیو تبدیلې شوې دي.

د نورستان تیتن درې ځنګل کې لګېدلی اور نه دی مهار شوی

نورستان کې یوې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، د دغه ولایت د تیتن درې ځنګل کې لګېدلی اور په بشپړه توګه نه دی مهار شوی. تر دې وړاندې د نورستان د والي وياند سيف‌الدین لټون هم دغه پېښه تایید کړې وه او ويلي و چې د اور د مهار لپاره جدي هڅې روانې دي، خو تازه د اور د اوسني وضعیت په اړه د نورستان ولايتي چارواکو څه نه دي ویلي.