په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه ویلي چې تېرو لسو میاشتو کې نړیوالې ټولنې له هرې ممکنه لارې اسلامي امارت سره د تعامل هڅه وکړه، خو داسې ښکاري چې دغه هڅې له بن‌بست سره مخ او د ژمنو پر ماتولو او ناهیلیو تبدیلې شوې دي.

جېنوا کې د افغانستان استازي پرون چهارشنبه د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا په ناسته کې ویلي چې اسلامي امارت د پرله‌پسې فرمانونو سره د افغانانو هر راز حقونه او ازادي ترې اخیستې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې دامهال افغانستان کې ښځې نه‌شي کولای چې د سیاست په برخه کې فعالیت وکړي او په عمومي ژوند کې څنډې ته شوې دي.

د اندېشه په وینا، د هېواد په ځینو برخو کې جګړې بېرته پیل شوي او د بشري‌حقونو د نقض له هغې ډلې، وژنې، شکنجې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی او جګړه کې د نیول شویو ټپیان وژنې په اړه راپورونه خپاره کېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو عالي کمېشنره مېشل باشله هم په یاده ناسته کې د هېواد په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه پنجشېر کې د بشر‌ي‌حقونو د نقض په اړه د ادعاو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړې په خپله وینا کې ویلي، د نړیوالو بشري‌ او بشردوستانه حقونو د قوانینو نقض سره د ملکیانو د مخ‌کېدو په تړاو د شویو جدي ادعاو د سپیناوي لپاره اړینه ده چې دغه ادعاوې تایید شي.

د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو عالي کمېشنرې ویلي: «هغه څه چې په افغانستان کې نن موږ وینو، پر ښځو د سیستماتیک ظلم بنسټ‌ییز کول دي.»

د هغې په وینا، د نجونو پر زده‌کړه بندیز لا هم پر خپل ځای دی او د مارچ میاشتې راهیسې پر ښځو او نجونو د محدودیت څو فرمانونه صادر شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو د بشري‌حقونو شورا خپله پنځوسمه کلنۍ ناسته نړۍ کې د بشري‌حقونو وضعیت او کورونا ویروس په اړه پیل کړې ده.دغه ناسته تېره ورځ پیل شوې چې تر راتلونکو څو اوونیو به دوام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام