Asset 1SWN

دانش: دوحه کې د سولې خبرې په نسبي توګه بن‌بست سره مخ دي

DANISH-5-p2qz65vbvurbldpp62rmntvwime1d4zzw3xciuyb9k

د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش وايي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په نسبي توګه بن‌بست سره مخ دي. نوموړي دغه څرګندونې نن د ولسمشر محمد اشرف غني د سلاکار محمد محقق  د زوی محمد باقر محقق په لومړي تلين کې وکړې.

دانش وايي، د طالبانو د سولې د خبرو مرکچي پلاوی پر سياسي سفرونو بوخت دی او حتا يې د خبرو دوام لپاره يې نوي شرطونه ايښي دي.

نوموړی وايي، د افغان سولې لپاره بهترین فرصت رامنځته شوی دی او باید له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي؛ خو طالبانو په دې اړه هېڅ رښتينوالی نه دی ښودلی.

د ولسمشر دويم مرستيال زياتوي، هېواد کې جګړه او تاوتريخوالی ډېر شوی او طالبانو او امريکا چې د تاوتريخوالي کمولو لپاره کومې ژمنې کړې وې، نه دي عملي شوي.

سرور دانش وايي، د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ناسته کې چې د ولسمشر غني په ګډون یو شمېر سیاسیونو هم حضور درلود په تونده لهجه ویلي و چې که چېرته د طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشې نه شي، تاوتریخوالی به زیات شي.

دانش وویل چې حکومت د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ د طالبانو ۴۰۰ بندیان خوشې کړل؛ خو په خبره یې د تاوتریخوالي کچه راټیټه نه شوه.

نوموړی وايي، طالبان د تاوتريخوالي د کمولو کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او زياتوي چې ډېری خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې ليکو ته ورغلي دي.

له بلې خوا سرور دانش ټینګار وکړ چې د حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ته ویل شوي چې هر وخت له طالب پلاوي سره د مذاکراتو لپاره تیار اوسي.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه چې د اوسني سیاسي نظام دوام او اساسي قانون په هېواد کې د تلپاتې سولې ضامن دی او په وینا یې د اوسني نظام منحل کول به خلک د اسلامي امارت منلو ته اړ باسي، کوم چې د افغان ولس او د سیمې هېوادونو ته د منلو وړ نه دی.

محمد سرور دانش د موقت حکومت رامنځته کېدل د افغانستان په زیان وبلل او زیاته یې کړه چې لنډمهالی حکومت به یو ځل بیا په هېواد کې ګډوډۍ ته لاره هواره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام