نیوزیلنډ سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳ غړو ته پناه ورکړې

د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت منلې چې د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳غړو ته یې پناه ورکړې ده. د نیوزیلنډ د کډوالو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د بشرحقونو په اړه د سرور دانش دریځ د دې لامل شوی چې دوی ورته پناه ورکړي.

د روغې جوړې شورا د سولې پر طرحې د دانش نیوکې

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملي روغې جوړې شورا د سولې طرحې د توحید کمېټې له خوا د سولې طرحې په نوم جوړې شوې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یاده طرحه د جمهوریت اړخ د اجماع پر ځای، اختلافات پیاوړي کړي دي. د هغه په خبره، دا طرحه ډېرې نیمګړتیاوې او کمزورۍ لري او د جمهوریت په استازولۍ د استانبول غونډې ته د وړاندې کولو نه ده.

سرور دانش انارکلي هنریار ته: هغه چلند چې تاسو سره شوی ولړزېدو او وشرمېدو

« ما ته د هندوې خطاب کوي. حتی خپل همکاران مې چې زما په اړه پوره پوهاوی لري وايي چې د هند په تړاو له هنریارې څخه وپوښتئ ځکه نوموړې په هند کې زیاته بلده ده.»

دا د یوې سک او په مشرانو جرګه کې د یوې استازې انار کلي هنریار خبرې دي چې تېره اوونۍ یې په کابل کې د ابن سینا سولې نړیوالې جایزې ترلاسه کولو په مراسمو کې کړي چې…

دانش: اساسي قانون د سولې لپاره تعدیلېدای شي، خو له قانوني لارې

د ولسمشردویم مرستیال سرور دانش نن ذبېح‌الله کلیم د لویې څارنوالي د سرپرست په توګه د دې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژنده.
دانش د لویې څارنوالي د سرپرست پېژندلو په غونډه کې د فساد پر وړاندی مبارزې ټينګار وکړ او په وینا یې، داسې ډېر قوانین شته چې د پلي کېدو او څرنګوالي په اړه یې باید ارزونې وشي.

دانش: دوحه کې د سولې خبرې په نسبي توګه بن‌بست سره مخ دي

د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش وايي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په نسبي توګه بن‌بست سره مخ دي. نوموړي دغه څرګندونې نن د ولسمشر محمد اشرف غني د سلاکار محمد محقق  د زوی محمد باقر محقق په لومړي تلين کې وکړې.

سرور دانش: پر اساسي قانون بايد بيا کتنه وشي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د هېواد اساسي قانون له یو لړ نیمګړتیاوو سره مخ دی او باید پرې بیا کتنه وشي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې «د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اوولسم کال» په نمانځغونډه کې  وويل، اساسي  قانون په هېواد کې د سیاسي نظام د ژوندي پاتې کېدو او ولسواکۍ عامل دی او د اساسي قانون له خوندي ساتلو پرته، د وروستیو څو کلونو لاسته راوړنې به د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

حکومت د اداري فساد له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ بریاوې نه لري

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، حکومت وروستیو پنځو کلونو کې د اداري فساد له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ بریالیتوبونه نه لري. نوموړي چې نن د ډېسمبر نهمې نېټې له اداري فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې وينا کوله وویل، کلونه کېږي چې فساد د افغانستان دولتي بنسټونو کې ریښې کړي او د هېوادوالو ترمنځ یې د فقر لمن پراخه کړې ده.

د ولسمشر د دویم مرستیال په باور، هېواد کې دوامداره جنګ او تاوتریخوالی، هېواد کې د فساد، مافیا، قاچاق او نورو جرایمو فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.

افغان دولت د امریکا له نوي ولسمشره د سولې خبرو د بیاکتنې غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو د امریکا له نوي ولسمشره د قطر تړون ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې، د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن «په محلونو کې د اطلاعاتو پروسې پیاوړي کولو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې په کابل کې یوې غونډې ته خبرو کې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا له نوي حکومت وغوښتل چې په دوحه کې د افغان سولې روانو خبرو اترو پروسې ته له سره کتنه وکړي.

د هېواد ۴۴ سلنه نفوس د خوړو مصوونیت نه لري

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش «د افغانستان د خوړو د خوندیتوب او تغذیې ملي اجنډا درېیمې کلیزې» په مناسبت جوړې شوې نمانځغونډه کې وويل، هېواد د خوړو د خوندیتوب له ناورین سره مخ دی.

د سرور دانش په خبره ۱۳ میلیونه کسان چې د هېواد د نفوس ۴۴سلنه جوړوي، د خوړو مصوونیت نه لري.

خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري

د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، طالبانو د سولې خبرو کې پرمختګ او د تاوتريخوالي په کمولو کې پر هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی او دا پروسه بن‌بست سره مخ ده.

نوموړي په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو سره ليدنه کې ويلي چې خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري.