د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د هېواد اساسي قانون له یو لړ نیمګړتیاوو سره مخ دی او باید پرې بیا کتنه وشي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې «د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اوولسم کال» په نمانځغونډه کې  وويل، اساسي  قانون په هېواد کې د سیاسي نظام د ژوندي پاتې کېدو او ولسواکۍ عامل دی او د اساسي قانون له خوندي ساتلو پرته، د وروستیو څو کلونو لاسته راوړنې به د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

سرور دانش زیاتوي، اساسي قانون له یو لړ نیمګړتیاوو سره مخ دی او د اوسني عصر اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه دی.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، داساسي قانون په یو لړ بندونو کې د ګونګ‌توب له کبله د درېوو قواوو ترمنځ د ستونزو د ولاړېدو لامل شوی دی.

د ولسمشر دویم مرستیال د اساسي قانون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

که څه هم سرور دانش د حکومت د مشرانو له لوري د اساسي قانون له پلي کېدو خبر ورکوي؛ خو د حکومت نور چارواکي بیا ولسمشرۍ ماڼۍ د اساسي  قانون  پر نقض تورنوي.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد سالم ایزدیار په دغه نمانځغونډه کې وويل، داساسي قانون له پلي کېدو سرغړونه او تېښته  په هېواد کې ددغه قانون د پلي کېدو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ګڼل کېږي.

د نوموړي په وینا، ولسمشرۍ ماڼۍ او د اساسي قانون د پلې کېدو  څارونکي له قانون څخه د سرغړونې په لومړي قطار کې ځای لري.

په ورته مهال د  اساسي قانون په پلي کېدو د څار کمیسیون چار سمبالی عبدالله شفایي داساسي قانون پر پلي کېدو  د دولت له نه ملاتړ څخه نیوکه کوي او وایي، د اساسي  قانون له پلي کېدو د حکومت د نه ملاتړ نظام او جمهوریت ته زیان رسوي.

نوموړی همدا راز ټينګار کوي چې په اساسي قانون د پلي کېدو څار کمیسیون پر یوه مشورتي بنسټ  بدل شوی او هېڅ راز واک نه لري.

د اساسي قانون د تصویب د۱۷م کال  د نمانځغونډې نور ویناوال د اساسي قانون د محکمې د جوړېدو غوښتونکي شول. د دوی په وینا وبه لیدل شي چې شته قانونونه به د  هېواد له اساسي قانون سره څومره نږدېوالی ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام