پکتيا کې د ۶میلیونه ډالرو په لګښت د جلغوزيو د پروسس فابريکه جوړه شوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د رحیم ګردېزي خصوصي شرکت له لوري د ۶میلیونه ډالرو په لګښت د جلغوزیو د پروسس او بسته بندۍ د جوړې شوې فابریکې پرانیسته وشوه.

په دې پرانيست غونډه کې په انلاين ډول ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې وزيرانو، د سوېل ختيځو ولايتونو  واليانو او پانګه‌والو برخه اخيستې وه.

سرور دانش: پر اساسي قانون بايد بيا کتنه وشي

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، د هېواد اساسي قانون له یو لړ نیمګړتیاوو سره مخ دی او باید پرې بیا کتنه وشي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې «د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اوولسم کال» په نمانځغونډه کې  وويل، اساسي  قانون په هېواد کې د سیاسي نظام د ژوندي پاتې کېدو او ولسواکۍ عامل دی او د اساسي قانون له خوندي ساتلو پرته، د وروستیو څو کلونو لاسته راوړنې به د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

یوناما د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره دوحې ته د مذاکره کوونکي ټيم د ستنېدو هرکلی کوي

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې دوحې ته د مذاکره‌کوونکي پلاوي ستنېدو څخه هرکلی کړی او ویلي يې دي، په چټکه توګه د دوه افغان ټیمونو ترمنځ د خبرو پیل ته په تمه دي.

له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره ډېرې  مهمې دي.

له خلیل‌زاد سره د عبدالله ليدنه: د تاوتريخوالي زياتېدل د منلو نه دي

د ملي پخلاينې عالي شورا وايي، د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره ليدلي او دواړو لوريو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د دويم پړاو په اړه بحث کړی دی.

د ملي پخلاينې له عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ليدنه چې نن سهار په سپېدار ماڼۍ کې شوې عبدالله عبدالله…

د دولت د سولې مرکچي پلاوی د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره دوحې ته ولاړ

د دولت د سولې مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه پلاوي غړي د دولت له مشرتابه، د ملي روغې جوړې شورا له غړیو، د ملي شورا له رییسانو او غړیو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو او د ټولنې له نورو وګړو سره تر سلا مشورې وروسته نن د سولې خبرو د دویم پړاو د پیل لپاره بېرته دوحې ته ولاړل.